لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سوات: ځانمرگي بريد کې ١٠ کسان وژل شوي دي


دصوبه سرحد ناقراره سيمې سوات کې په يوه امنيتي پوسته ځانمرگي بريد ترسره شوى چې له امله يې ١٠ کسان وژل شوي دي.
دسوات په کالام روډ د سټيل مارکيټ سنگوټه نومې پوستې سره يو ځانمرگي خپل دچاؤديدونکو موادو څخه ډک گاډى ټکر کړو چې له امله يې ديوې ښځې په گډون ١٠ کسان ووژل شول اؤ ٣٥ نور ژوبل شوي دي.
ژوبل کسان دتداوۍ لپاره دسيدو شريف روغتون ته رسول شوي دي
ددغه پوستې سره نزدې ولاړ دمسافرو دوه گاډي هم په بشپړ ډول له ددغه ځانمرگي بريد له امله تباه شوي دي.
همدغه راز دپيښې ځايې سره نزدې يو کور ته په جزوي توگه زيان رسيدلى دى.
دسرچينو له مخې په پيښه کې دمړو شميرې دزياتيدو انديښنه ده.
.همدغه راز قمبر سيمه کې جنگيالو په امنيتي ځواکونو بريد وکړو چې له امله يې يو عسکر ووژل شو.
په دغه نښته کې يو جنگيالى نيول شوى هم دى.
دسوات په مټه سيمه کې هم دامنيتي ځواکونو دکاروان سره نزدې ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه شوې ده خو کومه ځاني مرگ ژوبله يې نۀ ده اړولې.
مينگوره کې امنيتي ځواکونو کرفيو پځايې کړې ده اؤ په سرغړونه يو تن پوځيانو په ډزو سره وژلى دى.
سرښار مينگوره کې دامنيتي ځواکونو هيلي کاپټرې الوتنې کوي اؤ په دغه سيمه کې دعملياتو په مهال لږ تر لږه ١٢ کان نيول شوي دي.

XS
SM
MD
LG