لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هلمند: ځانمرگي بريد کې ١٠ کسان وژل شوي دي


دافغانستان په هلمند ولايت کې ديو ځانمرگي بريد له امله ددوؤ پوليسانو په گډون لږ ترلږه ١٠ کسان وژل شوي اؤ ٢٧ نور ژوبل شوي دي.
دهلمند دپوليسو مشر اسدالله شيرزاد خبريالانو ته دپيښې دپخلي کولو په مهال وويل په وژل شوؤ لسو کسانو کې ٢ پوليسان اؤ ٨ نور عام خلک دي.
دهغۀ وينا وه ژوبل کسان ددرملنې دپاره روغتون ته رسول شوي دي.
سرچينې وايي دغه ځانمرگي بريد نن له غرمې وروسته هاغه مهال رامينځته شو کله چې دهلمند ولايت دموسي قلعه سيمې دگڼې گوڼې ديو بازار څخه دپوليسو گاډي تيريدل.
دسرچينو له مخې ځان وژونکي غوښتل دپوليسو دغه گاډي په نخښه کړي خو په بريد کې زياتره اولسي خلکو ته مرگ ژوبله واوښتله.
بل لوري ته نن په غزني ولايت کې وسله والو طالبانو دعبدالرحيم ديسيوال په نامه يو اولسوال وژلى دى.

XS
SM
MD
LG