لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جمهوررئيس زرداري : پاکستان دممبۍ پيښو کې لاس نۀ لري


دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري وايي دممبۍ په ترهه گريزو پيښو کې پاکستان هيڅ لاس نۀ لري اؤ نۀ هم هند داسې کوم ثبوت ورکړى دى چې گنې په دغه پيښه کې دککړو ترهه گرو تعلق دپاکستان سره دى.
دامريکايي ټي وي سره په مرکه کې نوموړي ويلي دي ترهه گر هيڅ هيواد يا پوله نۀ لري بلکې دغه بې هيواده خلک دي چې ټوله نړۍ يرغمال نيول غواړي.
هغۀ وويل په باور سره وايي چې دممبۍ په پيښو کې پاکستان هيڅ رقم لاس نۀ لري ځکه چې پاکستان پخپله دترهه گرۍ ښکار دى.
نوموړي زياته کړه پاکستان چمتو دى چې امنيتي چارواکي يې دهند سره ددغه پيښو په پلټنو کې مرسته وکړي.
جمهوررئيس وويل هند چې دترهه گرۍ په تور کوم خلک نيولي تراوسه يې داسې ثبوت نۀ دى ورکړى چې گنې هغوي پاکستانيان دي.
ښاغلي زرداري وويل هندي چارواکي په پاکستان تور لگوي چې ترهه گر ددغه هيواد څخه راغلي وؤ خو څنگه چې پاکستان دې منلو ته تيار نۀ دى چې دپاکستان حکومت په دغو پيښو کې لاس لري ، همدغه رقم سپينې ماڼۍ اؤ امريکايي سي ايي اى هم ويلي دي چې دپاکستان رياست ددغو پيښو مسؤل نۀ شي گرځول کيدى

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG