لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رائس : د ممبۍ د بریدونو په پلټنو کې د پاکستان مرسته ضروري ده


هند ته د سفر په وخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې کونډوليزارائس وويل امريکا پاکستان ته دممبۍ دبريدونو دمعاملې په هکله دمرستې وينا کړې ده اؤ په اوسني وضعيت کې دغه مرسته ډيره ضروري ده.
دبهرنيو چارو وزيرې وويل هغې دپاکستان حکومت ته پيغام ورکړى دى چې په دغو پيښو کې ککړ کسان بايد محکمې ته کش کړل شي.
کونډو لېزا رائس ليزارائس وويل دا دالقاعده په څير ترهه گري ده اؤ په دې مهال بايدټول خلک خپلو کې مرسته وکړي.
دهغې وينا وه امريکا غواړي په راتلونکي کې دغه رقم کومه پيښه رامينځته نۀ شي.
نوموړې وويل دپاکستان جمهوررئيس ورته باور ورکړى دى چې هر رقم مرسته به ورسره کوي.
دهغې وينا وه دتندلارو مقصد رياستونه بې ثباته کول دي اؤ هغوي ددې دپاره په پاکستان ، هند اؤ امريکا کې عمليات کوي.
اخوا دامريکا پوځي مشر ايډمرل مائيکل مولن اسلام اباد ته رسيدلي دي.
دامريکا دگډو ځواکونو دکميټې مشر ايډمرل مائيکل مولن دپاکستان په پينډۍ ښار کې خپل پاکستاني سيال جنرال طارق مجيد اؤ دپاکستاني پوځونو سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني سره ليدنې کړي دي.

XS
SM
MD
LG