لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رائيس : پاکستان دې د ممبۍ بریدونو ته عملي ځواب ورکړي


نن دزيارت په ورځ پلازمينه اسلام ابادکې دپاکستان مشرانو سره له ليدنې وروسته خبريالانو سره په خبرو کې کونډوليزارائس وويل دپاکستان اؤ هند ترمينځ دمعلوماتو دورکړې راکړې ميکانزم له وړاندې څخه موجود دى.
دممبۍد ترهه گرۍ په حواله چې څومره معلومات هم وؤ هغه ورکړل شوي دي ځکه نو پاکستان دې دترهه گرودډلې پر ضد سم لاسي گامونه واخلي.
هغې وويل په هند کې دموجوديت په مهال هغې دپاک وهند ترمينځ دجگړې خطره نۀ ده محسوس کړې اؤنۀ هم ددواړوهيوادونومشرانودجگړې خبره کړې ده
دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې کونډوليزارائس دپاکستاني صدراعظم يوسف رضا گيلاني، جمهوررئيس اصف علي زرداري اؤ دپاکستاني پوځونود سرلښکرجنرال اشفاق پرويز کياني سره ليدنې کړي دي.
په دغو ليدنو کې دسيمې پر وضعيت اؤ په ځانگړې توگه دممبۍ په چاؤدنو خبرې شوي دي.
دجمهوررئيس په ماڼۍ کې دکونډوليزارائس اؤ اصف علي زرداري ترمينځ شوې ليدنه کې دپاک وهند ترمينځ دکړکيچ په بيلابيلواړخونوخبرې وشوې.
جمهوررئيس زرداري دموجوده وضعې په هکله دامريکا دبهرنيو چارو وزيره دپاکستان ددريځ څخه خبر کړه.
هغۀ ليزارائس ته وويل دممبۍد بمي چاؤدنو وروسته پاکستان پرله پسې هندي حکومت سره تماس کې دى اؤ ددغو پيښو پلټنو کې مرستې کولوته چمتو دى، خو دهند لخوا هيڅ ځواب نۀ دى ترلاسه شوى.
ښاغلي زرداري وويل پاکستان به خپله خاوره دکوم هيواد په ضد کارول کيدو ته ورنکړي.
صدراعظم يوسف رضا گيلاني دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې سره په ليدنه کې وويل دممبۍد پيښو وروسته دټول گونديز کانفرنس کيدل په دغه معامله دپاکستان دډاگيز دريځ دسنجيدگۍ څرگندونه کوي.
کونډو ليزا رائس وويل د ممبۍ کې دترهه گريزو پيښو څخه وروسته داسې کومه خطره نۀ ليدل کيږي چې دپاکستان اؤ هندترمينځ به جگړه وشي ځکه چې ددواړوهيوادونو مشرانو مسؤليت پيژندونکې رويه خپله کړې ده.
هغې وويل دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دپاکستان کردار دهيرولو نۀ دى.
په دې مهال دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي اؤ دامريکا دبهرنيو چارو مرستيال وزير رچرډ باؤچر اؤ امريکايي سفيره اين ډبليو پيټرسن هم موجود وؤ.
له دې وړاندې کونډوليزا رائس دپاکستاني پوځونو سرلښکرجنرال اشفاق پرويز کياني سره ليدل وکړل
دواړو مشرانو دپاکستان قبائيلي سيمو پر وضعې اؤ نورو چارو وغږيدل.
دپوځ سرلښکر دامريکا دبهرنيو چارو پر وزيرې واضحه کړه چې پاکستان به دڅه قسمه تيري خلۀ ماتونکى ځواب ورکوي.
جنرال اشفاق پرويز کياني يو ځل بيا دپاکستان وړانديز کونډو ليزا رائس ته په ياد کړو چې پاکستان دهند سره دممبۍ ترهه گريزو پيښو څيړنو په هکله گډو پلټنو لپاره چمتودى.

XS
SM
MD
LG