لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اورکزیۍ ايجنسۍ:چاؤدنه کې ٦ کسان وژل شوي دي


دپاکستان دصوبه سرحد په قبائيلي سيمه اورکزیۍ ايجنسۍ کې ديوې بمي چاؤدنې له امله لږ ترلږه ٦ کسان وژل شوي اؤ گڼ نور ژوبل شوي دي.
رپوټونو وایي زیاتره وژل شوي کسان شېعه مسلمانان دي.
دغه چاؤدنه نن دجمعې په ورځ په کلا يا بازار کې شوې ده.
سرچينې وايي دچاؤدنې په مهال په کلايا بازار کې زيات خلک دسوداگرۍ په خاطر راټول شوي وؤ چې په مينځ کې يې چاؤدنه وشوه.
له چاؤدنې وروسته ژوبل کسان ددرملنې دپاره دايجنسۍ مرکزي روغتون ته ورسول شول ، ولې دغلته هم دگڼو کسانو حالت مرگونى ښودل کيږي چې له دې امله دمړينو شمير کې داضافې انديښنه ده.
دچاؤدنې څخه وروسته پوليسو اؤ امنيتي ځواکونو دکلايا بازار په خپله ولکه کې اخستى اؤ پلټنې يې پيل کړي دي.
دپوليس سرچينو وينا ده دغه چاؤدنه دريموټ کنټرول له لارې ترسره شوې ده.
تراوسه هيڅ يوې ډلې دپيښې مسؤليت نۀ دى قبول کړى

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG