لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لویې اختر او د څارویو بیعې


یو ځل بیا د لویې اختر یا د قربانۍ د اختر راتلو سره هم هغه پخوانی فریاد بیا تازه شو.
چې هرکال یې مونږ په کلیو کې سپین گېرو، په بازارونو کې د سوداگرو او دمطبوعاتو د خولې اورو دغه فریاد د لویې اختر وړاندې د څارویو بیعې لوړیدل دي.
په دې ورځو کې هر سپین گیری هم دغه خبره کوي.
چې تېرکال مونږ غوا یا غویې په دیارلس زره روپۍ اخستې وو. او څږکال په دغو پېسو اوس بېزه کېږي.
د مشرانو دغه فریاد بې ځایه نه دی.
ځکه چې څاروي خو هسې هم گران وي.
او دقربانۍ په اختر کې د زیاتو خلکو لخوا د قربانۍ کولو سره د هغو ټولو څارویو بیعې نوری هم لوړیې شي چې خلک یې د قربانۍ لپاره رانیسي.
په پاکستان او په تېره بیا صوبه سرحد، بلوچستان او قبایلي سیمو کې اکثره خلک د څارویو د لوړو بیعو تور په افغانستان لگوي .
دوي وایی غوا مېښې، گډان او بېزې یا چیلۍ ځکه گران شوي دي.
چې سوداگر څاروي افغانستان ته صادر کوي دا نو ددغه سیمې د خلکو یوه بله بدقسمتي ده.
بدقسمتي ورته ځکه وایو چې ټوله نړۍ کې هر هیواد او دهغې وگړي په دې خوشحالېږي چې صادرات ډیر کړي. د نورو هېوادونو سره سوداگري زیاته کړي او په بل هیواد خپل تولیدات خرڅ کړي خو که په پېښور کې کوم سوداگر د گټې لپاره غوا یا مېښه افغانستان ته څادر کوي نو خلک پرې بد وایي.
کېداې شي سوداگرو ته بد ویل سمه خبره نه وی خو حکومت او خپله خلکو له پکاردي چې په عامو ورځو کې هم او د قربانۍ په وخت هم داسې یو میکانزم جوړ کړي چې سوداگري هم وده وکړي او خلک د غوښې خوړلو یا قربانۍ کولو وس هم ولري.
پوښتنه دا ده چې دا به څنگه کېږي. ځوابونه ېې ډېر کېداېی شي خو د اسانتیا لپاره به دومره ووایو چې په سویلی اسیا کې د غوښې خوړلو شوق زیاتره پاکستان، افغانستان، او بنگلادیش کې لیدل کېږي، که دا رېښتیاوي نو ایا دا ممکن نه ده چې دا په یو صنعت کې بدل شي.
انگلستان، فرانسه، ایرلینډ یا امریکا داسې هېوادونه دي چې د څارویو صنعت ورکې ډیر گټه ور بلل کېږي. په دغههېوادونو کې ډیر خلک د څارویو فارمونه لري. دغه فارمونه په کلېواالو سیمو کې وي .
د څارویو ساتلو لپاره دوي کوم زیاتو مزدوارنو ته ضرورت نه لري. د دغو شنو ډاگونو نه باړونه تاو شوي وي. او ساتل شوي څاروي ترې بهر وتلی نه شي.
په پاکستان او افغانستان کې هم داسې ډیر شنه ډاگونه، شاړې زمکې او شنه غرونه شته چې د گډو، بېزو او غوا، مېښو ساتلو لپاره غوره ځایونه گڼل کېږي.
که ددغه سیمې خلک وغواړي نو کولی شي چې ډیر په اسانه او بغیر د کوم بینکي پور یا قرض نه ددغه صنعت برخه جوړیدی شي. دوي کولې شي چې د شنو ډاگونو، غرونو او شاړو زمکو مالکانو نه دغه زمکې په ایجاره واخلي او د یو څو څارویو ساتلو نه پېل وکړي. که نور هېڅ هم نه وي نو کیدې شي په دغه کار سره دوي د صوبې، ښار یا دسیمې د غوښې ځایي بازار یو څه مظبوط کړي.
که په صنعت کې کوم بریالتوب وښایي نو بیا دا امکان شته چې بهرني هېوادونه هم ددغې سیمې نه غوښه صادر کول پېل کړي.
او کېدې شي داسې یوه ورځ هم راشي چې په یورپ یا امریکا کې په دوکان کې پروت د غوښې په ډبي لیکل شوي وي چې دا غوښه د هغو گډانو ده، چې د پاکستان او افغانستان په گډه پوله په شنو ډاگونو او غرونو څرول شوي دي.
تاسو به فکر کوۍ چې دا خوب وینۍ .
خو داسې نه ده په نورو هېوادونو کې کروندگرو او سوداگرو خپل زرعي تولیدات د نړۍ گوټ گوټ ته رسولي دي.
په یورپ او امریکا کې په دوکانونو کې په پلاسټکي بوتلو کې د اسرائیلو کجورې، ټمټاټر، د لبنان مڼې، د فرانسې یا امریکې غوښه، د هند مرچکي، د زمبابوې کیلې، د ایرلېنډ الوگان، د جرمني انگور او د یونان زیتون خرڅېږي که د دغه هېوادونو کروندگر او سوداگر دومره کامیاب کېداې شي.
نو دپاکستان او افغانستان کروندگر او خواري کښ خلک هم ددې زمکې او سیدونکي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG