لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پرناب مکهرجي: زرداري ته يې تيليفون اؤ گواښونه نۀ دي کړي


دهندوستان دبهرنيو چارو پرناب مکهرجي هاغه خبر بې اساسه گرځولى دى چې گنې دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري ته يې دتيليفون له لارې په پاکستان دبريد کولو گواښونه کړي دي.
په نوي ډيلي کې دهند دبهرنيو چارو دوزارت له لوري جاري کړل شوې بيان کې مکهرجي ويلي دي هغه ته دکوم بل هيواد ځينو ملگرو ويلي وؤ چې دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري ته دممبۍ له بريدونو وروسته په ٢٨م نومبر زما لخوا دتيليفون له لارې گواښونه شوي دي.
پرناب مکهرجي وايي هغه خپلو ملگرو اؤ پاکستاني چارواکو ته په ډاگه کړې ده چې دغه رقم کوم تيليفوني تماس يې نۀ دى نيولى.
هغۀ وويل دا دانديښنې خبره ده چې گاونډي هيواد په دغه رقم نقلي تيليفون کال دکارروايۍ کولو په لړ کې فکر وکړو اؤ ددې خبر جاري کولو سره يې عوام دتذبذب سره مخ کړل.
پرناب مکهرجي وويل هغه ددغه پيښې په لړ کې همدومره ويلى شي چې ددغه خبر په خپرولو سره ځينې خلک ددې خبرې خبرې څخه دپام گرځولو هڅه کوي چې په پاکستان کې ځينې تندلارې ډلې دبمبۍ په بريدونو کې لاس لري.
دهند دبهرنيو چارو وزير دغه سپيناوى وروسته له هغې کړى دى چې تيره ورځ دپاکستان داطلاعاتو وزيرې شيري رحمان وويل جمهوررئيس زرداري ته په تيليفون گواښونه دهند دخارجه وزارت دتصديق شوې نمرې څخه شوي وؤ

XS
SM
MD
LG