لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور:ناټو ته سامان وړونکي نور٥٠ټرکونه تندلارو سوځولي دي


دصوبه سرحدپه سرښارپيښورکې يوځل بيا دنامعلومه تندلارولخواافغانستان ته دامريکااؤناټودځواکونودپاره په سامان وړونکوکنټينرونوبريدشوى دى چې پکې د٥٠ؤ څخه زيات ټرکونه اؤ کنټينرونه تباه شوي دي.
دغه بريد داتوار اؤ ګل په مينځ شپه کې دپيښور په رينګ روډ په الفيصل نومې دناټو دټرکونو په اډه شوى دى.
دشپې درې بجې نامعلومو وسله والو په دغه اډه راکټونه وداغل اؤټرکونو ته يې اور ولګولو.
ددې څخه يواځې يوه شپه وړاندې هم په پيښور کې ناټو ته په سامان وړونکو ټرکونو اؤ کنټينرونو دوسله والو تندلارو لخوا بريد شوى ؤ چې پکې ١٦٥ ټرکونه اؤ کنټينرونه سوځيدلي وؤ.
دپيښور دپوليسو مشر کاشف عالم خبريالانو ته ويلي دي بيګانۍ پيښه دبريد په نتيجه کې نۀ ده رامينځته شوې ، بلکې دغو ټرکونو ته دنامعلومو خلکو لخوا اور غورځول شوى دى.
خو دسيمې اوسيدونکي وايي هغوي دشپې دراکټونو اؤ نورو وسلو ناتاره ډزې اوريدلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG