لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مظفراباد:دممبۍ دپيښو په ترڅ کې دتندرويه مذهبي ١٥ کسان نيول شوي دي


دممبۍ دترهه گريزو پيښو دپلټنو لړ کې امنيتي ځواکونو دپاکستان دولکې لاندې دکشمير په مظفراباد سيمه کې دمذهبي تندلارو ديوې ډلې جماعت الدعوة په ضد عمليات کړي اؤ ددغه ډلې ١٥ کسان يې نيولي دي.
دسرچينو له مخې په نيول شوؤ کې دجماعت الدعوة مشر کمانډر ذکي الرحمان هم شامل دى.
ددغه عملياتو په مهال امنيتي ځواکونو يو سکول اؤ مدرسه هم دخپل واک لاندې نيولي دي.
دسرچينو وينا ده امنيتي ځواکونو دمظفراباد په شوايي ناله نومې سيمه کې دجماعت الدة دکيمپ په ضد عمليات وکړل اؤ دهغوي دفترونه يې وتړل.
په دغه مهال ددواړو خواؤ ترمينځه تر دريوؤ ساعتو ډزې هم شوي دي.
سرچينې وايي دعملياتو په مهال نيول شوي تندرويان ابوسلمي ، ابوزبير، اسدالله اؤ ذکي الرحمان لکهوي نامعلومې سيمې ته دپلټنو لپاره وړل شوي دي.
دجماعت الدعوة مشر حافظ سعيد ويلي دي حکومت دغه عمليات دهند په فشار کې دراتللو له امله ترسره کړي دي.
دهغه وينا ده هند دممبۍ دچاؤدنو په ترڅ کې کشمير چقول غواړي.
دپاکستان امنيتي ځواکونو په مظفراباد کې دتندرويه مذهبي ډلې جماعت الدعوة په ضد دغه عمليات وروسته له هغې ترسره کړي دي چې تيره ورځ دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې کونډوليزارائس وويل دممبۍ په ترهه گريزو بريدونو کې دپاکستان ځمکه کارول شوې ده.
مطبوعاتو داسې راپورونه هم ورکړي وؤ چې پاکستان ته دامريکا اؤ هند لخوا د٢ؤ شواروزو مهلت ورکړل شوى چې په دغو٤٨ؤ ساعتو کې بايد دممبۍ پيښه کې ککړ ترهه گرونيسي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG