لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گيلاني: د ممبۍ په پېښو کې دوه تورن مشران نېول شوي دي


د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني وایي چې د ممبۍ په بریدونو کې ککړ دوه مهم کسان یې نیولي دي. نوموړي وویل ذکی الرحمان لکهوی او ضرار شاه دواړه د پولېسو سره دي.
هند په دغو دواړه کسانو تور لگي چې د ممبۍ په بریدونو کې لاس لري او د لشکر طیعبه غړي دي.
دملتان په هوايي ډگر ميډيا سره په خبرو کې صدراعظم گيلاني وويل مونږ دامريکا يا هند په فشار کې دراتللو له امله دچا په ضد عمليات نۀ کوؤ.
هغۀ وويل دهند په گډون ټولې نړۍ ته وايم چې مونږ به خپله ځمکه دترهه گرۍ لپاره کاريدو ته پرې نۀ ږدو.
پيښور کې دناټو اؤ امريکايي پوځونود کنټينرونو سوځولو دپيښې په هکله يوسف رضا گيلاني وويل ددغو کنټينرونو دحفاظت مسؤليت دهاغه ځايې دکمپنيوپه غاړه دى اؤ دناټو سره نورې لارې هم موجودې دي.
دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري ته دهند لخوا دتيليفون اؤ دړکو په هکله صدراعظم ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل په دغسې حالاتو کې همدغه رقم ټیليفون کیدی شي.
اخوا دپاکستان دهوايي ځواکونو وياند دګاونډي هيواد هند دهوايي ځواکونو دچمتو کيدلو په خبرونود غبرګون په وخت ویلي پاکستان کوم تيري ته ځواب ورکولولپاره په بشپړه توګه چمتو دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG