لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامنيت شورا ٣ پاکستانيان اؤ٥ تنظيمونه ترهگر گرځولي دي


دملگرو ملتونو دامنيت شورا درې پاکستاني وگړي اؤ ٥ تنظيمونه ترهه گر گرځولي اؤدترهه گرو په فهرست کې يې دهغوي دنومونو ورگډولو منظوري ورکړې ده.
دامنيتي شورا دالقاعده اؤ طالبانو په هکله کميټې چې دکومو پاکستانيانود نومونو دترهه گرو په فهرست کې دشاملولو منظورې ورکړې ده په هغو کې دتندرويه مذهبي ډلې مشر حافظ محمدسعيد، دلشکر طيبه دعملياتو مشر ذکي الرحمان لکهوي اؤ دپنگو مشر حاجي محمداشرف شامل دي.
ددې ترڅنگ ديو سعودي وگړي محمود محمداحمدبازيک نوم هم په دغه فهرست کې اچول شوى دى.
دبازيک په هکله امريکايي خبري شبکه وايي هغه لشکرطيبه ته پنگې ورکوي.
کميټې پاکستاني مذهبي تنظيمونه جماعت الدعوه، پاسبان اهل حديث ، پاسبان کشمير، الرشيد ټرسټ اؤ الاختر ټرسټ هم ترهه گرگڼلي دي اؤ غړو هيوادونو ته يې په سمدستي ډول ددغو کسانو اؤ تنظيمونو دپنگو دکنگل کولو اؤ دهغوي په سفر دقدغن ايښودلو وينا کړې ده.
دغه ټول کسان به نيولى اؤ ورباندې به دوسيې دائرولى شي.
دا په داسې حال کې ده چې تيره اوونۍ دامريکې دخزانې محکمې ددغو کسانو نومونه دترهه گرو په فهرست کې شامل کړي وؤ اؤ دهغوي داثاثودکنگل کولو امر يې کړى ؤ.
بل لوري ته نن دپاکستان دبهرنيو چارو ددفتر لخوا جمهوررئيس اصف علي زرداري ته دپاک وهندترمينځ دکړکيچ اؤ دملگرو ملتونو دامنيتي شورا لخوا په دريوؤ پاکستانيانو دبنديزونو لگولو په هکله احوال تير کړل شوى دى.
جمهوررئيس زرداري يو وارې بيا ويلي دي چې پاکستان دهند سره هررقم مرستې ته چمتو دى.
جمهوررئيس ته دورکړل شوي احوال په مهال دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي، دبهرنيو چارو سکتر سليمان بشيراؤ نور چارواکي هم موجود وؤ.
سرچينې وايي دبهرنيو چارو ددفتر چارواکو جمهوررئيس زرداري دممبۍ دبريدونو څخه وروسته په سفارتي ډگر کې دپاکستان دحکومت لخوا دپورته کړل شوؤ گامونو څخه خبر کړو چې په هغې ښاغلي زرداري داطمينان څرگندونه وکړه.
په ملگرو ملتونو کې دپاکستان سفير عبدالله هارون وايي دامنيت دشورا کميټې په دريوؤ پاکستاني وگړو دقدغنونو ايښودلو څخه دمخه نۀ خو پاکستاني ډيپلوماټانو سره تماس نيولى ؤ اؤ نۀ يې کومې خبرې کړي دي.
دهغه وينا وه پاکستان مسؤليت لري چې دامنيت شورا دکميټې پريکړې ارو مرو ومني.
دملگرو ملتونو لخوادقدغنونو وروسته دجماعت الدعوة مشر حافظ سعيد دپاکستان په لاهور ښار کې دتيليفون له لارې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل په ملگرو ملتونو کې دپاکستان استازي دبنديزونو په هکله بې تفاوتي کړې ده.
دهغۀ وينا وه امنيتي شورا دهغوي ددريځ اوريدلو پرته په جماعت الدعوة قدغن ايښودى دى اؤهغه به ددغه پريکړې په ضد نړيوالې محکمې ته مراجعه کوي.
دامنيت شورا لخوا دغه پريکړه وروسته له هغې مخې ته راغلې ده چې تيره ورځ هند اؤ امريکا دملگرو ملتونو دامنيت شورا څڅه خواست کړى ؤ چې دغه پاکستاني تنظيمونه دې ترهه گر وگرځول شي.
هند وايي هغوي داسې ثبوتونه لري چې په ممبۍ کې په ترسره شوؤ ترهه گريزو بريدونو کې ددغو تندروه پاکستاني مذهبي تنظيمونو لاس دى.
هند په دغه هکله يو فهرست هم پاکستان ته سپارلى دى چې تيره ورځ پاکستان دهغې په اساس په مظفراباد کې دجماعت الدعوة ١٥ غړي نيولي دي، خو پرون يو شمير نړيوالو مطبوعاتو ددغه عملياتو دهرکلي ترڅنگ دپاکستان په لور دشک گوتې هم پورته کړې وې اؤ ويلي يې وؤ، دا خبره لا په ډاگه نۀ ده چې پاکستان په ريښتيا هم دغه کسان نيولي اؤ که يواځې دنړيوالې ټولنې دسترگو تورولو په غرض يې دغه عمليات ترسره کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG