لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مومند ايجنسۍ: پنځه جنگيالي وژل شوي دي


دافغانستان سره په پوله پرته دپاکستان قبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو اؤ ځايې طالبانو ترمينځ نښتو کې ٥ جنگيالي وژل شوي اؤ٧ نور ژوبل شوي دي.
دسرچينو له مخې تندروه جنگيالو دپنډيالۍ تحصيل په ترغاښي سيمه کې دامنيتي ځواکونو په پوسته دراکټي بريد څخه وروسته ډزې وکړې چې له دې وروسته امنيتي ځواکونو دغلنۍ څخه ټوله شپه دتندلارو په سنگرونو ګولۍ وورولې اؤ هغوي ته يې درنه مرګ ژوبله واړوله.
مومند ايجنسي دقبائيلي سيمې باجوړ سره په پوله موقعيت لري اؤ په باجوړ کې دامنيتي ځواکونو لخوا دتندلارو څخه په زياترو سيمو دکنټرول راوستلو څخه وروسته اوس وخت ناوخته طالب جنگيالي په مهمند ايجنسۍ کې په امنيتي ځواکونو غلچکي بريدونه کوي.

XS
SM
MD
LG