لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسلام اباد:نيگروپونټى پاکستاني مشرانوسره په پاک هندتاؤتريخوالى غږيدلى دى


دامريکادبهرنيوچارومرستيال وزيرجان نيگروپونټى دپاکستان په سفر اسلام اباد ته رارسيدلى دى اؤدغلته يې د هيواد د چارواکوسره دپاکستان اؤهندترمينځ دپيداشوي کړکيچ په گډون دسيمې اؤنړۍ په مهموچاروخبرې اترې کړي دي
نن دزيارت په ورځ اسلام ابادته لۀ رارسيدلو وروسته ښاغلي نيگروپونټى دپاکستان دجمهوررئيس اصف علي زرداري،دصدراعظم سيديوسف رضاگيلاني،اؤدپاکستاني پوځ دمشرجنرال اشفاق پرويزکياني سره وليدل اؤ ورسره يې دممبۍ دترهگريزوبريدونوڅخه راپديخوادپاکستان اؤهندترمينځ په رامينځته شوي کړکيچ،دپاکستان اؤافغانستان ترمينځ دگډې پولې په وضعيت،دپاکستاني مذهبي تنظيمونوپه ضددپاکستان دحکومت لخواپه ترسره شوؤعملياتواؤنورومهموچاروخيالات تبادله کړل،
سرچينې وايي دامريکادبهرنيوچارومرستيال وزيرسره په ليدنه کې دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري وويل پاکستان دممبۍ دپيښوپه پلټنوکې هندسره هررقم همکارۍ ته تياردى خوددغوپيښومسؤل پاکستان نۀ شي گرځول کيدلى.
ښاغلي زرداري وويل پاکستان دنړۍ يوذمه داراؤامن خوښى هيواددى اودامهال داهيوادپخپله دترهگرۍ ښکاردى ځکه نودهنددپيښوپه لړکې بايددملامتې گته پرته له کوم ثبوت څخه دپاکستان په لوري راونۀ گرځول شي،
سرچينې وايي دليدنې په مهال امريکايي چارواکي دهنداؤپاکستان ترمينځ دجوختې مرستې په اړتيا ټينگاروکړواؤ ويي ويل ترهگري کۀ هررقم وي مخه يې بايدپه گډه ونيول شي.
بل لوري ته نن دبرتانيه دبهرنيوچارو وزيرډيوډملي بينډ هم دټيليفون لۀ لاري دپاکستان دجمهوررئيس اصف علي زرداري سره تماس نيولى دى اؤ ورسره يې دپاکستان اؤهندترمينځ په سيواشوي تاؤتريخوالي خبرې اترې کړې دي

XS
SM
MD
LG