لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مائيکل مولن : پاکستان دلشکرطيبه په ضدگټور گامونه اخستي دي


دامريکا دگډو ځواکونو دکميټې مشر ايډمرل مائيکل مولن دتندروه مذهبي ډلې لشکر طيبه په ضد دپاکستان دحکومت لخوا اخستل شوي گامونه ستائيلي دي اؤ هيله يې ښودلې ده چې ډير زر به دغه رقم نور گټور گامونه هم واخستل شي.
په واشنگټن کې خبريالانو سره په خبرو کې نوموړي وويل دپاکستان حکومت دلشکرطيبه اهم غړي نيولي اؤ دهغوي ځينې کيمپونه يې تړلي دي چې دا ډير گټور گامونه دي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي مولن وويل دامريکا حکومت دممبۍ دبريدونو دپلټنو دپاره هند سره په گډه کار کوي.
بل لوري ته دامريکا دسپينې ماڼۍ وياندې ډانا پرينو دمطبوعاتي خبرونې په مهال ويلي دي دپاکستان حکومت ته دلشکرطيبه په ضد سخت دريځ اختيارول پکار دي.
دهغې وينا وه امريکا دې خبرې ته ليواله ده چې پاکستان دلشکرطيبه سره څه رقم چلند کوي.
وياندې وويل کۀ دوخت تيريدو سره دا خبره ثبوت ته ورسيږي چې پاکستان دلشکرطيبه په ضد سخت دريځ اختيار کړى دى نو دا به ډير ښۀ وي اؤ امريکا به يې هرکلى کوي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې ډانا پرينو وويل فعلاً هغه دپاکستان څخه درارسيدونکو خبرونو په ريښتينولۍ کوم نظر ورکول نۀ غواړي.
هغې وويل امريکا په پاکستان اؤ هند دواړو ټينگار کوي چې دممبۍ په بريدونو کې دلاس لرونکو کسانو دنيولو دپاره يو بل سره کوټلې مرسته وکړي

XS
SM
MD
LG