لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ميران شاه:امريکا ته دجاسوسۍ په تور دوه کسان وژل شوي دي


دپاکستان قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان کې طالب جنگيالو دوه کسان دامريکايي جاسوسي الوتکو لخوا دکيدونکو بريدونو دمخبرۍ په تور وژلي دي.
ددغو دواړو کسانو مړي نن دخالي په ورځ دشمالي وزيرستان دمرکز ميران شاه دجرنيلي اډې څخه ترلاسه شوي دي.
سرچينې وايي په وژل شوؤ کسانو کې ديو تن نوم حميدالله څرگند شوى دى چې دافغانستان دلغمان ولايت اوسيدونکى ؤ اؤ ددوهم تن دهويت په هکله تراوسه څه معلومات نۀ دي شوي.
طالب جنگيالو ددغه کسانو دمړو سره يو ليک هم پريښودى دى چې هغه ليک په پښتو ژبه ښکل شوى دى.
په دغه ليک کې طالبانو سيمه ييزو خلکو ته دړکه کړې وه چې هيڅوک به دوژل شوؤ کسانو جنازه نۀ کوي اؤ نۀ به هم دهغوي مړي دورځې ددريوؤ بجو څخه وړاندې پورته کوي.
طالبانو پخپل ليک کې ويلي دي دغه کسان يې امريکا ته دجاسوسۍ کولو په تور وژلي اؤ کۀ څوک ددوي په جنازه کې برخه واخلي يا دورځې ددريوؤ بجو څخه دمخه دهغوي مړي پورته کړي نو انجام به يې هم ددوي په څير وي.
بايد وويل شي داگست دمياشتې څخه را په ديخوا امريکا په شمالي ختيز پاکستان کې له ٣٠ؤ څخه سيوا ميزائيلي بريدونه کړي دي اؤ طالبان وايي امريکايي جاسوسي الوتکې دغه بريدونه په سيمه کې دموجودو خپلومخبرانو داطلاعاتو په بنياد کوي.

XS
SM
MD
LG