لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پرناب مکهرجي :له پلټنو وروسته  پاکستان ته ثبوتونه ورکولى شو


دهند دبهرنيو چارو وزير پرناب مکهرجي وايي له پلټنو بشپړيدو وروسته هند چمتو دى چې دممبۍ دبريدونو په هکله ثبوتونه پاکستان ته ورکړي ،خو اوس مهال اسلام اباد سره دمعلوماتو ورکړه راکړه دوخت څخه وړاندې خبره ده.
هندي تيليويزيون سره په مرکه کې مکهرجي وويل دممبۍ بريدونو پلټنې دوام لري اؤ په داسې وخت کې به دمعلوماتو ورکړه راکړه دوخت څخه وړاندې خبره وي.
پاکستان کې دغيرفعاله کړل شوي تنظيم په ضددعملياتو په هکله ديوې پوښتنې په ځواب کې دهند دبهرنيو چارو وزير وويل له دې وړاندې په پاکستان کې دغيرفعاله کړل شوؤ تنظيمونو په ضد کارروايي وکړل شوه چې له دې وروسته دڅه وخت لپاره دهغوي هلې ځلې ختمې شوې اؤ هند دې خبرې ته سترگې په لار دى چې دپاکستاني حکومت دکارروايۍ په نتيجه کې ترهه گري په بشپړ ډول له مينځه يوړل شي.
هغۀ وويل بايد غيرفعاله کړل شوي تنظيمونه په نوؤ نومونو سره ونۀ نومول شي.
پرناب مکهرجي تور ولگولو چې پاکستان کې موجود بې هيواده عناصر فعاله دي ځکه نو دممبۍ بريدونو کې يې پاکستاني عناصر ککړ گرځولي دي

XS
SM
MD
LG