لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور: جنگيالو دناټو نور ٢٢ کنټينرونه سوځيدلي دي


دصوبه سرحد په سرښار پيښور کې پرله پسې نن دخالي په ورځ په دويمه ورځ هم وسله والو جنگيالوافغانستان ته دناټو لپاره په سامان وړونکو گاډو بريد کړى دى چې له امله يې لږ ترلږه نور ٢٢ کنټينرونه سوځيدلي دي.
دپيښوردهزارخوانۍ په سيمه کې بيگاه دشپې نامعلومه وسله والو په جميل چوک کې دناټودپاره داکمالاتي گاډوپه اډه کې موجودې کنيټينرې په چاؤديدونکو موادو سره والوځولې.
ځايې خلک وايي دغه چاؤديدونکي مواد دکنټينرو لاندې ايښودل شوي وؤ.
دچاؤدنې له امله نهه کنيټنرې تباه شوې چې له دې وروسته اور نزدې کنټينرو ته خور شو چې له کبله يې نورو ١٣ کنټينرو اور واخستو اؤ وسوځيدلې.
داور وژنې عملې ديو ساعت دهلو ځلو وروسته په لگيدلي اور قابو وموندله.
دتيرې اوونۍ راهسې په پيښور کې دائتلافي ځواکونو لپاره افغانستان ته سامان وړونکې کنټينرې روزانه په نخښه کولى شي.خوتراوسه دپيښورپوليس اونورې امنيتي ادارې ددغوکنټنرونوپه ساتنه کې په بشپړډول ناکامه دي اودريځ لري چې ددغوکنټينرونوساتنه دهغويي نۀ بلکې دشخصي امنيتي ادارې په غاړه ده.
دائتلافي ځواکونو اويا في صده سامان دکراچۍ دسمندر له لارې راځي اؤ ددره خيبر له لارې افغانستان ته ليږدول کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG