لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : دهند جنگي الوتکو دپاکستان دفضايي حدودو سرغړونه کړې ده


دپاکستان دهوايي ځواکونو وياند دخالي په ورځ ويلي وؤ دهند جنگي الوتکو دپاکستان دفضايي حدودو څخه سرغړونه کړې ده خو دهند دهوايي ځواکونو يو وياند ونگ کمانډر مهيش اپساني نن داتوار په ورځ وويل الوتکو يې دپاکستان دفضايي حدودو څخه سرغړونه نۀ ده کړې.
دپاکستان داطلاعاتو وزيرې شيري رحمان هم ويلي وؤ چې دهندي چارواکو وينا ده دغه سرغړونه يې دتيروتنې له امله کړې ده.
دپاکستان تر ولکې لاندې دکشمير صدراعظم سردار عتيق الرحمان هم دهندي ځواکونو لخوا دپاکستان دفضايي حدودو څخه سرغړونه دخواشينۍ گام گرځولى دى اؤ وايي هغه پوهيږي چې هندي ځواکونو دغيرذمه وارۍ څرگندونه کړې ده.
دپاکستان دهوايي ځواکونو وياند شخصي تيليويزيون سره په خبرو کې وويل دوه هندي الوتکې دڅلورو کلو ميټرو پورې دپاکستان خاورې ته رااوړيدلې وې.
دممبۍ چاؤدنو وروسته دپيدا شوي کړکيچن وضعيت په نظر کې نيولو سره پاک فضائيه له وړاندې څخه چمتو وه.
دوياند له مخې هندي الوتکې دورځې دوه ځله دپاکستان خاورې ته وراوړيدلې وې.
دسرچينو له مخې هندي فضايې دفضايي حدودو سرغړونې لپاره ريموټ کنټرول الوتکې کارولي دي.
دپاک فضايې وياند دهند لخوا دسرحدي حدودو دسرغړونې تصديق کړى دى اؤ عسکري قيادت لخوا دهيواد جمهوررئيس هم دپيښې څخه خبر کړل شوى دى.
په لمړي ځل هندي الوتکې دورځې ١١ بجې دپاکستان حدودو ته ورننوتلې وې خو دپاک فضايې دکوټلې اؤ په وخت کارروايۍ څخه وروسته بيرته په شاتگ مجبورې شوې
له دې وروسته غرمه مهال يو ځل بيا هندي جنگي الوتکو لاهور سيکټر کې دپاکستان دفضايي حدودو څخه سرغړونه وکړه خو دپاک فضايې چمتو الوتکو يې تعقيب وکړو چې له دې وروسته دغه جنگي الوتکې هم په شاتگ مجبورې شوې.
دمسلم ليگ(ن) گوند مشر ميا نواز شريف هم هند لخوا دپاکستان دفضايي حدودو دسرغړونې غندنه کړې ده اؤ ويلي يې دي پاکستانى قام دکوم بهرني جارحيت په ضد يو موټى دى

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG