لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان : پاکستان د هوایي حدودو د سرغړونې په سر احتجاج کړی دی


پاکستان په اسلام اباد کې د هند سفیر ته د هندي الوتک لخوا د پاکستان د هوایي حدودو پسر غړونه په رسمي توگه احتجاج کړی دی.
په اسلام اباد کې د هند سفیر ته احتجاج په داسې وخت کې شوی دی چې دواړه غلیم هېوادونه د مومبۍ په ښار کې د تر هگرۍ د بریدونو وروسته د خپل منځي کړکیچ نه تېریږي.
هندي چارواکو د پاکستان دغه تورونه رد کړي چې گني د هندوستان الوتکو دپاکستان د حدودو سر غړونه کړی.
هند او پاکستان مخکې ویل چې هندې الوتکې د تکنیکی غلطۍ له امله دپاکستان خاورې ته اوړیدلې وې خو په نني احتجاج کې پاکستان ویلي چې د دسمبر په دولسمه او دیارلسمه نېټه د هند الوتکې د تکنیکي غلطۍ له امله د پاکستان خاورې ته نه وې اوړیدلې دا په دې معنی ده چې گني هندي الوتکو دغه سرغړونه قصدا کړی ده.

XS
SM
MD
LG