لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان ته دزرداري سفرځنډول شوى دى


ټاکل شوې وه په افغانستان کې به دپاکستان اؤ افغانستان جمهوررئيسان ددواړو هيوادونو لخوا دترهه ګرۍ په ضد په روانه جگړه اؤ دامنيت په ښۀ کولو خبرې کوي.
دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي دمخه افغانستان ته رسيدلى دى
دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري ته ددغه سفر بلنه افغان جمهوررئيس حامد کرزي ورکړې وه اؤ ددورې په هکله ټول انتظامات بشپړ کړل شوي وؤ.
دخارجه دفتر سرچينو تصديق کړې ده چې جمهوررئيس اصف علي زرداري به دموسم دخرابتيا له امله افغانستان ته نۀ ځي.
دښاغلي رزداري دجمهوررئيس په توگه دټاکل کيدوڅخه وروسته دافغانستان اوپاکستان دجمهوررئيسانوترمينځ درې کرته ليدنې شوې دي اؤدواړوخواودخپل مينځي اړيکودښه والي اؤدترهگرۍ په ضدروانه جگړه کې په کوټلې همکارۍ ټينگارکړى دى.
بايدوويل شي چې دپاکستان دپخواني جمهوررئيس پرويزمشرف دواکمنۍ په دوره کې دپاکستان اؤافغانستان ترمينځ اړيکې دتاوتريخوالي ښکارشوې وې اؤافغانستان مدام په پاکستان تورونه لگول چې ددغه هيواداستخباراتي شبکه ايي ايس ايي افغانستان کې دجنگيالوملاتړکوي خودپاکستان اوسنى جمهوررئيس اصف علي زرداري وايي دايي ايس ايي څخه يې سياسي جرړې ويستلې دي
په افغانستان کې دصدارتي ماڼۍ څخه جاري شوي بيان له مخې دخراب موسم له امله به جمهوررئيس زرداري افغانستان ته نۀ ځي ، خوتراوسه دښاغلي زرداري افغانستان ته دراتلونکې دورې په هکله دنيټې اعلان نۀ دى شوى.

XS
SM
MD
LG