لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قريشي:جگړه نۀ غواړو خوخپله دفاع کولى شو


دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي پاکستان جگړه نۀ غواړي اؤ دامن ليواله دى خو کۀ چرې دبل چا لخوا پرې جنگ وتپل شي نو دخپلې دفاع بشپړ حق لري.
دملتان په هوايي ډگر ميډيا سره دخبرو په مهال دبهرنيو چارو وزير وويل دهند سره بشپړې مرستې ته تيار يو خو کوټلي شهادتونه دې راکړي.
دبهرنيو چارو وزير وويل پاکستان کوټلى دفاعي توان لري اؤ پوځيان يې دبشپړې دفاع لپاره چمتو دي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې شاه محمود قريشي وويل پر صدرا عظم دمستعفي کيدو لپاره دفشار اچولو په هکله خبرونه يواځې ډنډورې دي.
هغۀ وويل دخراب موسم له امله جمهوررئيس افغانستان ته نۀ دى تللى خو هغه به ډير زر افغانستان ته ځي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي قريشي وويل په راتلونکې کې به پاک افغان اړيکو کې ښۀ والى راشي.
دبهرنيو چارو وزير وويل پاکستان دممبۍ دترهه گريزو بريدونو دلمړۍ ورځې څخه غندنه کړې وه اؤ په دغه هکله زمونږ دريځ په ډاگه دى.
هغۀ وويل جنگ دځان سره تباهي راوړي اؤ دچا په گټه هم نۀ دى.
دهند ددې غوښتنې په ځواب کې چې دممبۍ ترهه گريزو بريدونو مسؤلين دې وروسپارل شي قريشي وويل مونږ به دخپلو قوانينو سره سم کار کوؤ اؤ هند هم دخپل پارلمان اؤ قوانينو پابند دى.
دهغۀ وينا وه جذباتي خبرې کول اسان وي خو دا وخت دهوښيارتيا دى.
هغۀ وويل دپاکستان نظر يواځې په هند نۀ بلکې په ټوله نړۍ دى اؤ مونږ به ټولې نړۍ ته په کتلو سره پريکړه کوؤ.
نوموړي دا تاثر عبث وبللو چې گنې پاکستان په نړۍ کې يواځې پاتې دى اؤ وې ويل هند چې څه وايي ورته پوره حق ترلاسه دى اؤ په چا دخبرو نۀ کولو بنديز نۀ شي لگيدلى.
هغۀ وويل په اندازو کله هم پلټنې نۀ شي کيدلى اؤ کله چې کوټلي ثبوتونه مخې ته راشي نو بيا به فکر وکړو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG