لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان : دميزائيلي بريد له امله ٨ کسان وژل شوي دي


دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې په دوؤ مشکوکو امريکايي بريدونو کې ٨ کسان وژل شوي دي.
دسرچينو له مخې دغه دوه بيلا بيل بريدونه دجنوبي وزيرستان په کړي کوټ اؤ شين وارسک سيمو کې شوي دي چې له امله يې ٨ ؤ کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.
دغه سيمې دافغانستان پولې ته نزدې پرتې دي.
يو ځايې امنيتي چارواکي بخت جانان وويل يوې الوتکې دشپې شاوخوا ٣ بجې په کړي خيل کلي الوتنې کولې اؤ څو ساعته وروسته يې په دوؤ گاډو ميزائيل وداغل چې پکې يوه قلعه هم په نخښه شوه.
په دغه پيښه کې اتۀ کسان وژل شوي اؤ يو ژوبل شوى دى.
جانان وويل دلمړي گاډي سره نزدې يو داسې ميزائيل چې دچاؤديدلو څخه بچ پاتې شوى ؤ هم موندل شوى دى.
دکلي يو اوسيدونکي يارمحمد وويل ځايې طالبانو له ملبې څخه مړي راويستلي دي.
يو ځايې استخباراتي چارواکي وويل وژل شوي شکمن طالب جنگيالي وؤ.
په افغانستان کې ميشت امريکايي ځواکونه عموماً په دغه رقم بريدونو کومه تبصره نۀ کوي خو افغان حکومت ،ائتلافي ځواکونه، امريکايي چارواکي اؤ پخپله دپاکستان حکومت وايي ترهه گرو قبائيلي سيمو کې ځالې جوړې کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG