لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انټرپول : د مومبۍ بریدونو کې هند معلومات نه شریکوي


د نړیوالو پولیسو ادارې انټرپول ویلي تېره میاشت د ممبۍ خونړي ترهگر بریدونو په لړ کې هند دوي سره څه معلومات شریک کړي نه دي.
د انټرپول ستر سیکتر جنرال رونلډ نوبل نن په اسلام اباد کې ویلي چې دوي ته برید پحقله معلومات د میډیا نه تر لاسه شوي دي.
نوموړي وویل چې دا د هند خوښه ده چې استخباراتي معلومات شریک کول غواړي او که نه.
نوموړي زیاته کړه تمه لري چې هند به د نړیوال پولیس هغه ډلې سره چې هند ته لیږل شوې ده معلومات شریک کړي. ښاغلي نوبل په اسلام اباد کې د داخله چارو مشاور رحمان ملک سره لیدلي دي.
ښاغلي ملک په دې محال وویل پاکستان غواړي چې هند سره په پلټنو کې مرسته وکړي خو هند ورته تر اوسه د بریدونو په اړه کوم معلومات نه دي ورکړي.
بلخوا د هند صدراعظم نن د جگړې خبرونه رد کړي او په پاکستان بیا ټینگار کړی چې د ترهگرو پرضد دې عملیات وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG