لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعلی هوتي : تندلاري لوظنامې ماتوي


د صوبه سرحد وزیراعلی امیر حیدرهوتي په سیمه کې په تندلارو تور لگولی چی د سولې تړونونه ماتوي.
ښاغلي هوتي نن د صوبه سرحد مردان ښار کې وویل که صوبه کې د تشدد پېښې دوام لري نو حکومت سره د عملیاتو پرته بله کومه لار نشته.
نوموړي زیاته کړه په سېمه کې تشدد پېښو کې بهرني قوتونه لاس لري.
ښاغلي هوتي وویل هغه خلک چې وایي صوبه سرحد کې روان تشدد به د اټک نه اخوا نورو سېمو ته نه خوریږي په غلطه دي.
نوموړي دا خبرې په داسې حال کې کړي چې پرون د صوبه سرحد اسمبلۍ په سوات کې روان عملیات غیر موثره بللي وو او د عملیاتو ودرولو غوښتنه یې کړې وه.
د اسمبلۍ بېلابېل غړو ویلي وؤ چې پوځ د دوي په وينا شر خوښو ته په ماتې ورکولو کې ناکامه شوی دی.
هم بل لور ته پاکستاني ځواکونو نن ویلي په سوات کې یې پنځه تندلاری وژلي دي.
خپلواکه سرءسنو ددغو ادعاو پخلی کړی نه دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG