لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات : تندلارو د جینکو سکولونه د تړلو گواښ کړی


دصوبه سرحد دناقرارې سيمې سوات کې دځايې طالبانو يو مشر مولانا شاه دوران دخپل ايف ايم راډيو له لارې خلکو ته اخطار ورکړى دى چې د١٥مې جنورۍ څخه وروسته خپلې جينکۍ سکولونو ته ونۀ ليږدوي.
دطالبانو وياند مسلم خان خبريالانو ته ويلي دي هغوي پريکړه کړې ده چې ترڅو په سيمه کې شرعي نظام نۀ وي پځايې کړل شوى تر هغې به جينکۍ سکولونو ته نۀ پريښودل کيږي.
طالبانو دغه پريکړه په داسې حال کې کړې ده چې تر دې مهاله دسوات په بيلا بيلو سيمو کې د١٢٠ څخه زيات سکولونه يا مکتبونه تباه کړي دي چې په هغې کې زياتره سکولونه دجينکو دي. بل لوري هم په سوات کې په بيلا بيلو ساحو خوازه خيله،ګاشکوړ،علم ګنج اؤ شکردره کې دتندلارو پر ضد دامنيتي ځواکونو عمليات دوام لري اؤ په علم ګنج کې په کورونو دګوليو پريوتو له امله ددوؤ ښځو په گډون پينځه کسان وژل شوي دي.
تيره شپه امنيتي ځواکونو دمينګورې دپوليسو په تاڼه بريد هم کړى دى خودپوليسو لخوا دځوابي کارروايۍ څخه وروسته تندلاري وتښتيدل.
امنيتي ځواکونو مينګوره، خوازه خيله اؤ شکردره کې دنامعلومو مودې دپاره ګرځ بنديزپځايې کړى دى.
دسوات سره په پيوست قبائيلي سيمه باجوړ کې هم دامنيتي ځواکونو په ګوله بارۍ کې څلور جنګيالي وژل شوي دي.
دغه بمباري دباجوړ دماموند په خرکئ سپر کې شوې ده.
همدغه راز په قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې دحليمزئى قبيلې سره تعلق لرونکي ٦٨تندلاري پوليټيکل انتظاميې ته سپارل شوي دي.
پوليټيکل انتظاميې له دې وړاندې حليمزو قبائيلو ته د٧٠ؤ کسانو يو فهرست ورکړى ؤ اؤ هغوي ته يې ويلي وؤ چې دغه کسان بايد حکومت ته وسپارل شي.
دمليشې يا ايف سي وياندوايي تر دې مهاله ٣١٠ تندلارو ځانونه انتظاميې ته سپارلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG