لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هرات : ځانمرگي برید کې درې کسان ژوبل شوي دي


د افغانستان هرات ولايت چارواکي وايي يو ځانمرگي خپل گاډى يې دچاؤديدونکو موادو څخه ډک کړى ؤ دغه گاډى د بهر ملکي پوځيانو کاروان سره نزدې وچاؤدولو چې له امله يې يو امريکايي پوځي اؤ دوه افغان وگړي ژوبل کړل.
امنيتي چارواکي قادر اغا وويل دغه ځانمرگي کاروان هاغه مهال په نخښه کړو چې دهرات دهوايي ډگر څخه بهر راوتلو.
هغۀ زياته کړه دچاؤدنې له امله دوه گاډي تباه شوي دي.
بل لوری په افغانستان کې دامريکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه وايي په عملياتو کې يې ١١طالب جنگيالي وژلي دي.
په يوه بيانيه کې امريکايي پوځ ويلي دي دزيارت په ورځ دوه مشکوک تندلاري په جنوبي ولايت کندهار کې نيول شوي دي.
په کابل کې دامريکا په مشرۍ دائتلافي ځواکونو لخوا جاري شوي بيان له مخې په کابل کې دالقاعده په ضد عملياتو کې ١١ جنگيالي وژل شوي دي.
دائتلافي پوځ له مخې دغه جنگيالي په بمي چاؤدنو اؤ دغيرملکي پوځيانو په وژنه کې ککړ وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG