لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زرداري : د بی نظیر بوټو وژونکي به ډیر زر په ډاگه کړي


د پاکستان جمهوررئیس آصف زرداري ویلي هغه ته د وژل شوي پخوانۍ صدراعظمۍ بې نظیر بوټو قاتلان معلوم دي او ډیر زر به یي اولس ته ښکاره کړي. ښاغلي زرداری دا خبره د خپلې مېرمن او وژل شوي صدراعظمې بې نظیر بوټو لومړی کلیزی لمانځولو په وخت د سند ایالت په گړهي خدا بخش کې کړی.
مېرمن بی نظیر بوټو یو کال مخکې پخواني جمهوررئیس جنرال پرویز مشرف په حکومت کې په ٢٧م دسمبر د پنجاب ایالت پنډۍ ښار کې د یو سیاسي جلسه په مهال وژل شوي وه.
پيپلز ګوند دوړاندې څخه غوښتنه کړې وه چې دميرمن بوټو دوژنې په اړه پلټنې بايد دملګرو ملتونو څخه وکړل شي ولې د هغه وخت حکومت دپيپلز ګوند دغه غوښتنه رد کړې وه. د ملگرو ملتونو عمومي سیکتر بان کې مون ویلي هغه تمه لري چې د بی نظیر بوټو د مرگ پلټنو لپاره به ډیر زر یو آزاد کمیسون جوړ کړی شي.
دپاکستان په مختلفو برخو کې د کلیزی په موقع دبې نظير بوټو روح ته دثواب رسولو په خاطر دقران خوانۍ او فاتحه خوانۍ محفلونه جوړ کړی شوي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG