لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بونير:ځانمرگي بريد کې دوژل شوؤ شميره ٤٣ؤ ته رسيدلې ده


دصوبه سرحدپه بونير سيمه کې دقامي اسمبلۍ په خالي څوکۍ دټاکنو په مهال په ترسره شوي ځانمرگي بريد کې دوژل شوؤ کسانو شميره ٤٣ؤ ته رسيدلې ده.
درايې ورکولو په مهال دشل بانډۍ درايې ورکونې په مرکز دترسره شوي ځانمرگي بريد دپلټنو لپاره دپيښور اؤ سوات څخه نن څيړنيزې ډلې بونير ته رسيدلي دي اؤ پوليس وايي په ٣٣ؤ وژل شوؤ کسانو کې ٢ پوليسان اؤ ١٧ ماشومان هم شامل دي.
په دغه پيښه کې وژل شوي کسان نن دگل په ورځ خاورو ته سپارل شوي اؤ ١٤ ژوبل شوي کسان اوس هم دډگر په روغتون کې بستر دي.
په ژوبل کسانو کې دځينو حالت نازک ښودل کيږي اؤ ددغه پيښې څخه را په ديخوا په سيمه کې دډار اؤ ويرې ترڅنگ دماتم فضاء ترسترگو کيږي. په بونیر کې د ځایي طالبانو او سیمه ایزو مشرانو تر منځ اړیکې تر ډیرې مودې راسې نه دي. د دغه ځایې مشران دطالبانو مخالفت کوي، او فعللیتونو کولو ته یې نه پریږ دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG