لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گيلاني : خپل سري حکومتونه نه زغمو


په لاهور کې نن دگل په ورځ دسائنس اؤ ټيکنالوجۍ دملي پوهنتون يوې دستورې ته دوينا په مهال صدراعظم وويل په هيواد کې به خپلسري حکومتونه ونۀ زغمل شي.
هغه وويل دپاکستان ځمکه به کله هم دبل چا په ضد کاريدو ته ورنۀ کړل شي.
ښاغلي گيلاني زياته کړه قبائيلي اولس دخپل هيواد سره مينه لري اؤ کله چې هم په هيواد سخته ورځ راغلې ده هغوي دخپل هيواد دبقاء دپاره هيڅ رقم قربانۍ څخه مخ نۀ د ى گرځولى.
صدراعظم گيلاني دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې پاکستان دهند په ممبۍ ښار کې دترسره شوؤ ترهه گريزو پيښو څخه را په ديخوا اؤ په افغانستان کې په ائتلافي اؤ افغاني پوځونو دکيدونکو بريدونو په هکله دنړيوالې ټولنې لخوا دسخت فشار لاندې دى اؤ ددغه هيواد په استخباراتي شبکه ايي ايس ايي تور لگول کيږي چې په افغانستان اؤ هند کې دکيدونکې ترهه گرۍ تر شا دلاس لرونکو ترهه گرو ملاتړکوي، خو پاکستان مدام دغه رقم تورونه رد کړي دي اؤ وايي دترهه گرۍ په ضد جنگ کې په اخلاص گامونه اخلي. دپاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني دا هم وویل پاکستان يو مسؤليت پيژندونکى اټومي هيواد دى اؤ گاونډيانو سره ښې اړيکې غواړي.
نړيوال مطبوعات وخت په وخت دترهه گرۍ په ضد جنگ کې دپاکستان لخوا په اخستل کيدونکو گامونو کې نيمگړتياوې په گوته کوي اؤ وايي پاکستان ته به دنړۍ دباور ترلاسه کولو دپاره دصداقت څخه ډک ريښتونې گامونه اخستل وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG