لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عملیاتو له امله د خېبر لار بیا تړل شوې ده


سرچينې وايي دا مهال دجمرود په هوايي اؤ ځمکنيو لارو شاه کڅ، قدم، جلال الدين، ټيډي بازار، غنډۍ اؤ غړيزه سيمو کې دتندلارو په ضد عمليات دوام لري اؤ دورانکارو دمخې نيولو دپاره دافغانستان اؤ پاکستان گډه پوله تورخم په بشپړ ډول تړل شوې ده.
له عملياتو وړاندې پوځيانو سيمه پخپله ولکه کې واخسته اؤدکوهاټ ټنل يې تړلى ؤ.
دسرچينو له مخې جنگي هيلي کاپټرو په شاه کڅ، جبه، غنډۍ اؤ کدم سيمو گوله باري کړې ده. په سیمه کې گرځ بندیز پرځایې شوی دی. رپوټونه وایي تر اوسه څلور کسان په عملیاتو کې وژل شوی دي.
دجمرد تحصيل په ټيډي بازار کې دعملياتو په مهال امنيتي ځواکونو ته په درنه پيمانه وسله هم په لاس ورغلې ده .
دخيبرايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ کيپټن (ر) طارق حيات خان ويلي دي ترهه گرو سره به خبرې نۀ کيږي.
هغۀ وويل په جمرود تحصيل کې تر بشپړ خونديتوب ، دپاک افغان لويې لارې دساتنې اؤ دهدفونو ترلاسه کولو پورې به عمليات دوام ولري.
خيبرهاؤس پيښور کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال هغۀ وويل جنگيالو ته پناه ورکوونکي به نيولى اؤځالې به يې ورانولى شي.
دهغۀ وينا وه دعملياتو په مهال به پر پاک افغان لويه لاره ناټو ته دسامان رسد اؤ تگ راتگ دځنډ ښکار وي.
همدغه راز دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ غځيدلې لويه لار هم دعملياتو له امله تړل شوې ده اؤ خلک دسختو ستونزو سره مخ شوي دي.
پوليټيکل ايجنټ زياته کړه دتيرو څو مياشتو راهسې په جمرود کې جنايي جرمونه سيوا شوي وؤ اؤ دسيمې خلک دسختو ستونزو سره مخ وؤ.
خيبرايجنسي دپاکستان دسرحد ايالت دپايه تخت پيښور سره نزدې هاغه يواځينۍ ځمکنۍ لار ده چې افغانستان کې ميشت ائتلافي ځواکونو ته پرې دخوراک څښاک اؤدورځني اړتياوؤ نور سامانونه رسيږي اؤ اکثره وخت په دغه لاره دناټو دپاره سامان وړونکي گاډي دتندلارو لخوا لوټل کيږي هم.
مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په وخت ښاغلي حیات وویل افغانستان ته په غځيدلې لويه لاره دخلکو اؤ بار کړل شوؤ گاډو تښتونه يو معمول جوړ شوى ؤ اؤ ددغه نړيوالې لارې دغيرخونديتوب له امله په نړۍ کې دپاکستان وقار ته ضربه رسيدله.
ښاغلي حيات وويل کوکي خيل اؤ جنډه خيل قبيلو خپل ملي مسؤليت ته پام نۀ گرځولو ځکه نو حکومت دمجبورۍ څخه دعملياتو پريکړه وکړه.
دپوليټيکل ايجنټ وينا وه په عملياتو کې به امنيتي ځواکونو ته دهر رقم وسلو ټانکونو،هيلي کاپټرو اؤ توپو مرسته ترلاسه وي.
هغۀ وويل چاچې په جرمونو کې ککړو خلکو ته پناه ورکړې وي هغوي به نيولى شي اؤ کۀ مقاومت يې وکړو نو کورونه به يې هم ړنگولى شي.
نوموړي زياته کړه دعملياتو په مهال به دتندلارو ٢٦ اډې له مينځه وړل کيږي.
هغۀ وويل په جمرود کې دتندلارو اؤ جرم کوونکو کسانو ٦ ډلې دي، کۀ ضرورت پيښ شو نو ددغو عملياتو لمنه به دخيبرايجنسۍ نورو سيمو ته هم غځولى شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG