لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: دائتلافي ځواکونو عملياتو کې ١١ جنگيالي وژل شوي دي


په افغانستان کې ميشتو ائتلافي ځواکونو په يوه بيانيه کې ويلي دي په بيلا بيلو عملياتو کې يې ١١ تندلاري وژلي دي.
دبيانيې له مخې دنهې په ورځ امريکايي ځواکونو دگلبدين حکمتيار تر مشرۍ لاندې دحزب اسلامي دوسله والو پر ضد دکابل څخه ٦٠کلو ميټره لرې په سروبي اولسوالۍ کې ديو مهم کمانډر په ضد عمليات وکړل اؤ په دغه عملياتو کې ١١ وسله وال جنگيالي ووژل شول.
په سروبي اولسوالۍ کې دتير اگست په مياشت کې دوسله والو جنگيالو لخوا ديو بريد په مهال ١١ فرانسوي عسکر وژل شوي وؤ اؤ دغه ائتلافي ځواکونو ته دځمکنيو عملياتو په مهال تر ټولو دروند زيان گڼل کيدلو.
بيانيه وايي تيره ورځ په سروبي اولسوالۍ کې ائتلافي ځواکونو باندې وسله والو جنگيالو ډزې وکړې چې له دې وروسته دائتلافي ځواکونو لخوا په ځوابي ډزو کې ١١ تندلارې ووژل شول، ددغه جنگيالو تړاؤ دحزب اسلامي سره ښودل کيږي.
په افغانستان کې دامريکا اؤ ناټو په مشرۍ دافغان حکومت مرستې لپاره شاوخوا ٧٠ زره نړيوال ځواکونه ځايې پځايې دي خو په هغوي وخت ناوخته وسله وال جنگيالي بريدونه کوي.
دامريکا نوي ټاکل شوي جمهوررئيس ژمنه کړې ده چې دجمهوررئيس دڅوکۍ سمبالولو وروسته به افغانستان کې دجنگيالو دمقاومت ماتولو دپاره دوه کنډکه نور امريکايي ځواکونه هم استوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG