لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړۍ نوی کال لمانځي


په ټوله نړۍ کې د نوي کال 2009 د پېل کیدو مراسم شورو شوي دي.
د نړۍ په غټو ښارونو کې تر ټولو لومړی د نوي کال مراسم د نیوزيلېنډ اکلینډ ښار نه پېل شوي او په زمکه ترټولو اول د لومړی کال تقریبات دبحرالکاهل یا آرام سمندرگي د کرسمس جزیری نه شوي.
د اسټریلیا په سډني کې د نوي کال لپاره په غټه کچه تیارۍ شوې وې او د اور لوبو نندارتون لپاره دلری لری ځایونو خلک ورغلي وؤ.
د اسټریلیا وروسته په اسیا، بیا افریقه، د هغې وروسته اروپا او تر ټولو وروسته شمالی او جنوبي امریکا کې د نوی کال تقریبات لمانځل کېږي.
داسې اټکل کېږی چې د امریکا نیویارک ښار کې به د نوي کال لمانځلو لپاره یو ملیون خلک جمع کېږي.
د امریکا نورو غټو او واړو ښارونو کې هم د نوي کال پروگرامونه ترتیب شوي دي.
د امنیتي وضعې پرته، په پاکستان کې اکثره خلک د تندلارو د فعلیتونو له امله د نوي کال د خوشحالو نه د مودو راسې محروم دي.
دپاکستان په غټو ښارونو کې پخوا دغه خوشحالۍ په ډاگه لمانځل کیدې خو اوس د ویرې نه څوک بازارونو یا چوکونو کې نه غونډیږي.
کال 2008 م کې نړیوال اقتصاد د سخت بحران سره مخ شو او د پاکستان په گډون د نړې یو شمېر هیوادنو کې د امنیت وضعه هم ډیره خرابه وه. خلک نوی کال نه هیله من دي چې راتلونکې کال به دوي لپاره د امن او خوشحالي سباون راوړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG