لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناټو: د اوبامه افغان تگلارې ته انتظار کوؤ


ناټو وېلي دي افغانستان کې ایتلافي ځواکونه د امرېکې نوي ټاکل شوې جمهوررئېس براک اوبامه د افغانستان په تگلارې ته سترگې په لار دي. براک اوبامه، څوک چې به د جنورۍ په شلمه نېټه د خپلې څوکۍ څوگند پورته کوي ویلي چې افغانستان ته به نور امرېکایي عسکر لېږې.
د ښاغلی اوبامه ژمنې سره سم، امرېکایي چارواکو ویلي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کښې به د شلو زرو نه تر دېرشو زرو پورې نور امرېکایي ځواکونه افغانستان کښې پرځایې کوي. په افغانستان کښې د وړاندې نه ٣٢ زرو نه زېات امرېکایي ځواکونه موجود دي.
د بېلجېم په برسلز ښار کښې، چرته چې ناټو مرکزي دفتر دی د سازمان وېاند جېمز اپتوراي ووېل چې ناټو به د براک اوبامه انتظار کوي چې افغانستان لپاره خپله تگلاره په ډاگه کړي. وائس اف امرېکا سره په يوه مرکه کښې جېمز اپتورای ووېل نوی ټاکل شوی جمهورئېس براک اوبامه په واضح توگه وایي چې هغه اراده لري چې د افغانستان ستونزې ته په پراخه نظر کتنه وکړي، نه صرف د پاکستان د لارې بلکې د پاکستان او هند د لارې او د افغانستان په امنېت ددې د اغېر د لارې، نوموړی زیاته کړه چې هغه به په سيمه کښې نور قوتونه هم شاملوي. جېمز اپتوراي د پاکستان د همکارۍ هم ستائنه وکړه او وې ویل پاکستان لخوا په ورستېو مېاشتو کښې د جنگېالو پر ضد عملېات تند شوي دي. نوموړی زیاته کړه ناټو به افغانستان حکومت او د طالبانو تر منځه د خبرو اترو ملاتړ کوي.
ښاغلي اپتوراي زیاته کړه که افغانستان حکومت طالبانو سره خبرو اترو ته تیار وي نو دا به د دوي په خپله خوښه وي او ناټو به د دې ملاتړ کوي.افغان جمهورئېس حامد کرزي په دې ورستیو کې ویلي چې طالبانو سره خبرو اترو ته تیار دی خو طالبانو د هغه وړاندېزونه رد کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG