لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنوبي وزيرستان : ميزائيلي بريد کې ٤ جنگيالي وژل شوي دي


دافغانستان دپولې سره نزدې دپاکستان قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان کې امريکايي جاسوسي الوتکې دميزائيلي بريد له لارې يو گاډى په نخښه کړى چې له امله يې لږ ترلږه ٤ بهرني جنگيالي وژل شوي دي.
دسرچينو له مخې دغه ميزائيلي بريد په کړي کوټ سيمه کې په يو گاډي شوى دى چې ويل کيږي پکې بهرنيان سپارۀ وؤ.
سرچينې وايي په پيښه کې د٤ؤ کسانو دوژل کيدو ترڅنگ يو شمير کسان ژوبل شوي هم دي چې په هغوي کې دځينو کسانو حالت مرگونى ښودل شوى دى.
په دغه بريد کې په نخښه کړل شوى گاډى په بشپړ ډول له مينځه تللى دى.
پاکستاني ځواکونو تراوسه په دې هکله څه نۀ دي ويلي اؤ امريکايي پوځيان عموماً په دغه رقم بريدونو دتبصرې کولو څخه ډډه کوي.
په افغانستان کې ميشت ائتلافي ځواکونه اکثره وخت وايي په هغوي دبريدونو دپاره جنگيالي دپاکستان دپولې څخه وراوړي اؤ له بريدونو وروسته په قبائيلي سيمو کې خپلو خوندي پټن ځائيونو ته ځانونه رسوي.
دغه اوسنى بريد په داسې مهال ترسره شوى دى چې په پاکستان دممبۍ دترهه گريزو بريدونو څخه راپديخوا نړيوال فشار سيوا شوى اؤ نړيوال مطبوعات وايي دپاکستان استخباراتي شبکه ايي ايس ايي پټ په پټه دتندلارو ملاتړ کوي، خو پاکستان مدام دغسې تورونه رد کړي اؤ وايي دترهه گرۍ په ضد جنگ کې يې تر ټولو زياتې قربانۍ ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG