لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ٢٠٠٩م  په لومړۍ ورځ سرحد او قبایلي سیمو کې  ١٣ کسان وژل شوي


دافغانستان پولې ته څيرمه دپاکستان قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې جنگيالودايجنسۍ دمرکز خار په سول کالونۍ دراکټو بريد کړى دى چې له امله يې ٤ کسان وژل شوي اؤ١٦ ژوبل شوي دي.
دغه بريد دنامعلومه لوري شوى دى اؤ تراوسه هيچا ددې مسؤليت نۀ دى قبول کړى.
ژوبل کسان دخار روغتون ته رسول شوي دي چې پکې ددوؤ کسانو حالت مرگونى ښودل کيږي.
دراکټو دبريد له امله په سول کالونۍ کې يو شمير دفترونو ته هم زيان رسيدلى دى.
ددغه پيښې څخه وروسته پوليټيکل انتظاميې په ټوله ايجنسۍ کې حفاظتي تدابير سخت کړي اؤ په حساسو سيمو يې خاصه دار لگولي دي.
بل لوري ته دباجوړ سره پيوست دصوبه سرحد ناقراره سيمه سوات کې يو تن امريکا ته د جاسوسۍ په تور وژل شوى دى.
دغه تن دمينگورې په گرين چوک کې په لسگونو وسله والو جنگيالو دخلکو په مخ کې په ډزو وويشتلو اؤ دوژلو څخه وروسته يې دهغه دمړي سره يو ليک هم پريښودلو.
په ليک کې ښکل شوي دي هرڅوک چې مخبري کوي ددغه رقم انجام سره به مخ کيږي.
اخوا دسوات دمينگورې سيمې څخه ددوؤ کسانو نامعلومو وژل شوؤ کسانو مړي هم ترلاسه شوي دي.
دغه دواړه کسان په ډزو ويشتل شوي وؤ.
تيره شپه دمټې تحصيل په برنيو سيموامنيتي ځواکونو دتندلارو په شکمنو سنگرونو گولۍ هم ورولي دي خو پکې دمرگ ژوبلې اطلاع نۀ ده ترلاسه شوې.
په مينگوره ، خوازه خيله سړک اؤ شکردره کې نن په ١١مه ورځ هم گرځ بنديز پځايې وؤ چې له دې امله خلک دسختو ستونزو سره مخ شوي دي.
بل لوري ته دصوبه په جنوبي سيمه بنو کې دميزائيل خنثي کولو په مهال دچاؤدنې له امله ٢ کسان وژل شوي اؤ ٨ نور ژوبل شوي دي.
دغه ميزائيل دگمبيلا پل سره نزدې نامعلومو تندلارو ايښودلى ؤ کله چې پوليسو دخبر په ترلاسه کولو دميزائيل خنثي کولو هڅه کوله نو په دغه مهال ميزائيل وچاؤديدو اؤ پکې ٢ کسان ووژل شول.
دصوبه سرحد په سرښار پيښور کې هم نن دپوليسو په يوه څوکۍ کې دچاؤدنې له امله ١ پوليس وژل شوى اؤ بل ژوبل شوى دى.
دغه چاؤدنه دپجگۍ په سړک دجبې جومات په پوليس څوکۍ کې شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG