لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

٢٠٠٨ء کال په پاکستان کې څنگه ؤ؟


نن په ټوله نړۍ کې دنوي کال ٢٠٠٩ء نمر څيره وهلې اؤ٢٠٠٨ء کال دزياتو ترخو اؤ کمو خوږو خاطرو سره خپل مخ پناه کړى دى.
په دغه کال کې کۀ چرته په نړيوال کچ زيات مهم بدلونونه اؤ پيښې رامينځته شوي دي نو پاکستان کې بيا تر ټولو زياتې دبدامنۍ پيښې خلکو ليدلي دي.
دپاکستان دننه د٢٠٠٨ء کال نه څلور ورځې وړاندې ددغه هيواد پخوانۍ صدراعظمه اؤ دسيمې يوه لويه سياسي مشره بې نظير بوټو دترهه گرۍ ښکاره شوه.
دتير وخت دوؤ لويو مخالفو سياسي گوندونو پيپلز پارټۍ اؤ مسلم ليگ(ن) دنورو گوندونو سره په گډه گډ حکومت جوړ کړو.
دپاکستان پوځي حکمران پرويز مشرف د٩ کاله واکمنۍ څخه وروسته دخپلې داستعفي اعلان وکړو اؤ دپيپلز گوند گډ مشر اصف علي زرداري دپرويز مشرف پځايې په دروند اکثريت سره دپاکستان جمهوررئيس جوړ شو.
دنړيوال معاشي کړکيچ له امله کۀ يو خوا دتيلو په نرخونو کې داضافې له لارې دپاکستان دننه دگرانۍ طوفان دخلکو حوصلې ماتې کړې نو هلته دبجلۍ ، اوړو، گاز اؤ نورو شيانو بحرانونو خلک حيران پاتې کړل.
په ٢٠٠٨ء کال کې دپاکستان دننه دسترې محکمې دپخواني مشر قاضي افتخار محمدچوهدري دگوښه کولو په ضد وکيلانو يو ستر تحريک وچلولو خو کله چې اصف زرداري جمهوررئيس جوړ شو نو هغه دښاغلي چوهدري سره يو ځايې ځينې گوښه کړل شوي قاضيان بيرته پخپلو څوکيو پځايې کړل اؤ دغه راز دوکيلانو تحريک کمزورى شو.
دامن له لحاظه هم په دغه کال کې پاکستاني اولس ډيرې بدې پيښې وليدلې.
٢٠٠٨ء کال کې دپاکستان دننه په ٦٢ؤ ځانمرگي بريدونو کې په مجموعي توگه ٩٣٢ کسان وژل شوي اؤ په زرگونو ژوبل شوي دي.
په قبائيلي سيمو اؤ صوبه سرحد کې په دغه کال ٤٦ ځانمرگي بريدونه اؤ ٤٧٥ دترهه گرۍ نورې پيښې رامينځته شوې وې چې پکې ٥٧٦ کسان وژل شوي اؤ١٣٠٤ نور ژوبل شوي وؤ.
په پوليس ترسره شوؤ ١٣٣ بريدونو کې ١٥٤ پوليسو خپل ژوند دلاسه ورکړى اؤ٢٨٤ ژوبل شوي وؤ.
په صوبه سرحد کې په ٣٠ؤ ځانمرگي بريدونو کې ٢٩٠ کسان وژل شوي اؤ٧١١ ژوبل شوي وؤ.
په پيښور کې د٢٠٠٨ء کال په مهال ٤ؤځانمرگي بريدونو کې ٩٩ کسان وژل شوي اؤ٢٠٢٦ ژوبل شوي وؤ.
همدغه رازپه کال ٢٠٠٨ء کې ١٦ ځانمرگي بريدونه شوي وؤ چې پکې تر ټولو زيات بريدونه په سوات کې شوي دي.
دسوات په ځانمرگي بريدونو کې ١٠١ کسان وژل شوي اؤ٢٩٤ ژوبل شوي وؤ.
په نورو صوبو کې د٢٠٠٨ء کال په مهال ١٠ ځانمرگي بريدونه شوي وؤ چې په هغې کې دلاهور دننه ٥، په اسلام اباد کې ٣، بلوچستان اؤ سندهـ کې ١ ، ١ ځانمرگي بريد شامل دى.
دځانمرگي بريدونو له امله اسلام اباد، پينډۍ، لاهور، بکهر، اټک، پيښور، پاړه چنار، سوات، دره ادم خيل، لنډي کوتل، بنو، باړه، ډيره اسماعيل خان، کوز دير، بونير، چارسده، هنگو، کوئټه اؤ کراچۍ متاثره شوي دي.
د٢٠٠٨ء کال په مهال په صوبه سرحد کې امنيتي ځواکونو ٧٣٨ جنگيالي وژلي اؤ٥٧٨ يې ژوبل کړي وؤ.
همدغه راز امنيتي ځواکونو دترهه گرۍ ١٥٨ پيښې هم شنډې کړي اؤ٧١٧ ورانکاري يې نيولي دي.
امنيتي ځواکونو ددغو ورانکارو څخه ٥٢٤٨٣ کلو گرامه چاؤديدونکي مواد،٣٤ ځان وژونکي جيکټونه،٦٥٠ لاسي بمونه اؤ٣٠٠ بمونه، ميزائيلې اؤ راکټونه هم ترلاسه کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG