لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي سفیرې جمهوررئیس زرداري سره لیدلي دي


امريکايي سفيرې اين ډبليو پيټرسن دپاکستان په پايه تخت اسلام اباد کې جمهوررئيس اصف علي زرداري سره ليدنه کړې ده.
ددغه ليدنې په مهال پاکستاني جمهوررئيس اصف علي زرداري ويلي دي بايد پاک هند کړکيچ دخبرو اترو له لارې لرې کړل شي.
د جمهوررئيس دماڼۍ څخه دجاري کړل شوې اعلاميې له مخې امريکايي سفيرې جمهوررئيس اصف علي زرداري سره په ليدنه کې دسيمې په وضعيت اؤ دترهه گرۍ په ضد دجگړې په چارو خبرې وکړې.
دسرچينو له مخې امريکايي سفيرې دپاک هند تاؤتريخوالي کمولو لپاره دپاکستاني حکومت له لوري داخستل شوؤ گامونو ستائينه وکړه اؤ وې ويل بايد دواړه هيوادونه دخبرو اترو له لارې دستونزو هوارى ولټوي.
هغې وويل پاکستان سره به دترهه گرۍ په ضد جگړه کې مرسته دوامداره وي.
دهغې وينا وه امريکا دپاک وهند کړکيچ هوارى هم دخبرو اترو له لارې غواړي اؤ ددې مقصد لپاره ددواړو هيوادونو مشرانو سره پرله پسې تماسونه نيسي.
دسرچينو له مخې جمهوررئيس زرداري امريکايي سفيرې ته وويل هند تراوسه دپاکستان دمثبت وړانديز ځواب نۀ دى ورکړى اؤ نۀ يې هم په دې هکله کوم مثبت گام اخستى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG