لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په غزه کې تر اوسه ۴٢٠  فلسطنیان وژل شوي


په غزه کې د اسراېلي حملو په وومه ورځ هم دوام درلود او د مطبوعاتي رپورټونو تر مخه د جمعې په ورځ اسراېلي ځواکونو په غره کښې په ېو جومات او د حماس گوند د یو شمېر مشرانو کورونه یې په نښه کړي دي.
بلخوا د افغانستان په گډون د نړۍ ېو شمېر اسلامي هیوادونو کې په زرگونو خلکو د اسراېل پر ضد او فلسطېنېانو سره د خواښوگۍ ښودلو لپاره مظاهرې کړې دي او د اسرایل خارجه چارو وزېرې زیپي لېوني ویلي دي اسراېل په سم لاسي توگه د بریدونو ودرولو کوم پلان نه لري.
د جمعې په ورځ تر سره کړې شوو تازه بریدونو کې د رپورټونو تر مخه، اسراېلي جنگي الوتکو تر شلو پورې داسې کورونه په نښه کړي چې د حماس گوند د مشرانو گڼل کېدل. خو رپورټونو کښې دا نه دې ویل شوي چې آېا دغه ودانېو کې څوک وژل شوي هم دې او که نه.
د مطبوعاتې رپورټونو تر مخه په غزه کښې ېو جومات هم په نخښه کړې شو او اسراېل وېلې دي چې د غه جومات کښې وسله پټه اېښودې شوې وه. اووه ورځې وړاندې پېل کړې شوي حملو کښې تر دا وخت د څلورسوو نه زېات خلک په فلسطېن کښې وژل شوي دي چې یو شمېر ملکي تنان او ماشومان هم شامل دي. د اسراېل خارجه وزیرې زیپي لېونې فرانس ته د سفر په محال وېلې دې چې د حماس پر ضد حملې به تر هغه وخت پورې دوام لرې تر څو چې دغه گوند کمزوری کړی شوې نه وی.
هغې وویل حماس نه ېواځې اسراېل بلکې عرب هېوادونو او خپله د فلسطېن خلکو لپاره هم خطر دې. په پېرس کښې زپې لېونې د فرانس جمهوررئېس نکولس سارکوزې او نورو چارواکو سره خبرې اترې ووکړې.
دفرانسې جمهوررئیس نکولس سارکوزې به د گل ورځې نه د منځنې ختیځ سفر پېل کوي. د نوې کال پېل کېدو په مناسبت وېنا کښې نکولس سارکوزې ووېل چې فرانس ژمنه لري چې په منځنې ختېځ کښې د امن راوستو لپارې کار وکړي.
د اسرایل پر ضد مظاهرو کښې په زرگونو خلکو د فلسطن په رمله ښار کښې د اسرایل خلاف نعرې پورته کړې او په غزه کښې نورو فلسطېنانو سره ېې همدردې ښودلی . په انډونیشیا کښې هم په زرهاؤ خلکو د امرېکې سفارت سره نزدې دې اسرایل خلاف نعرې وهلی.د افغانستان په سر ښار کابل کښې په زرگونو خلکو د اسرایل او امرېکا پر ضد احتجاجونه کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG