لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات اؤ پيښور کې ١٠ کسان وژل شوي دي


دصوبه سرحد په ناقراره سيمه سوات کې د٨ؤ کسانو مړي ترلاسه شوي دي چې له دې وروسته په پينځوؤ ورځو کې دسوات په بيلا بيلو سيمو کې دوژل شوؤ کسانو شميره ٢٧ؤ ته رسيدلې ده.
دسرچينو له مخې نن يو ځل بيا دسوات سرښار مينگورې دگرين چوک څخه ٣، کلي والي سيمې اوډي گرام څڅه ٢، اؤ دمټې شکردرې سيمې څخه ٣ مړي ترلاسه شوي دي.
په دغو وژل شوؤ کسانو کې دچا پيژندگلو نۀ ده شوې.
پرون دجمعې په ورځ هم دسوات بيلا بيلو سيمو څخه د٣ؤ کسانو مړي ترلاسه شوي وؤ.
هم په سوات کې ١٦٥ تعليمي ادارې ړنگې کړل شوي اؤ دجنگيالو لخوا ددړکو وروسته ٢٥٠ سکولونه تړل شوي دي چې دغه شان ٨٥ زرو څخه زيات ماشومان دتعليم څخه محروم شوي دي.
دسوات تندلارو وينا ده د١٥مې جنورۍ څخه جينکۍ يواځې تر ٤م جماعته تعليم ترلاسه کولى شي.
همدغه راز دصوبه سرحد دسرښار پيښور دتهکال مغلزيي سيمه کې هم نامعلومو کسانو په يو گاډي ډزې کړي دي چې له امله يې دوؤ کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ کې نن پنځه ورځ هم دجنگيالو پر ضد دامنيتي ځواکونو عمليات دوام لري اؤ په کرفيو کې نن دسحر يوولسو بجو څخه ماذيگر٤ؤ بجو پورې نرمي شوې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG