لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

من موهن سنگهـ : پاکستان دې دممبۍ په بريدونو کې ککړ  کسان هند ته وسپاري


دهند صدراعظم من موهن سنگهـ دپاکستان څخه غوښتنه کړې ده چې دممبۍ په ترهه گريزو بريدونو کې ککړ کسان دې ورته وسپاري ترڅو په هغوي د هنددننه مقدمه وچلول شي.
په نوي ډيلي کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال هندي صدراعظم وويل جنگ جگړې دستونزو هوارى نۀ وي خو پر پاکستان دنړيوال فشار هم کومې پائيلې راونۀ وتلې.
دهغۀ وينا وه پاکستان ته به دممبۍ دترهه گريزو بريدونو په هکله پلټنو کې دهند مرسته کول وي.
هغۀ وويل دهند څخه دترهه گرۍ دله مينځه وړلو لپاره تر هر يو حده تللو پورې چمتو يواؤ هيله لرو پاکستاني مشران به ځانونه مسؤل ثابت کړي.
هغۀ وويل دبنگله ديشي ځمکې څخه هم ترهه گرو ته مرسته ورکول کيږي.
دهند صدراعظم دممبۍ په ترهه ګريزو پيښو کې دلاس لرونکو کسانو دسپارنې غوښتنه په داسې حال کې دپاکستان څخه کړې ده چې پاکستان دمخه ويلي دي په دغو پيښو کې لاس لرونکي کسان دپاکستان سره کوم تړاؤ نۀ لري اؤ نۀ به هم هند ته څوک وسپارل شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG