لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزه  : د اسرائيل ځمکني عمليات دوام لري


دملگرو ملتونو سرمنشي بانکي مون په اسرائيلو غږ کړى دى چې په سمدستي ډول په غزه کې پوځي عملياتو ته دپايې ټکى کيږدي ، خو دملگرو ملتونو دامنيت شورا په عاجله غونډه کې ددغې ستونزې دحل دپاره په گډه بيانيه يو والى نۀ دى پيدا شوى.
داسرائيل له لوري دتيرو ٨ؤ ورځو راهسې په غزه دپيل کړل شوؤ بمباريو څخه وروسته پيل شوي ځمکني عمليات دوام لري اؤ دواړو خواؤ ته مرگ ژوبله اوښتې ده.
اسرائيلي پوځ وايي تر دې مهاله يې په دغه عملياتو کې ٣٠ پوځيان ژوبل شوي دي چې پکې د٢ؤ حالت مرگونى دى.
همدغه راز دفلسطيني سرچينو وينا ده داسرائيلو په بمبارۍ کې دغزه ٨ اوسيدونکي وژل شوي چې پکې ٥ وسله وال وؤ.
په غزه داسرائيلي بريدونو له امله دملگرو ملتونو دامنيت شورا راغوښتل شوې عاجله غونډه کې دليبيا له اړخه په تيار کړل شوې گډه اعلاميه اتفاق نۀ دى راغلى.
امريکا په دغه غونډه کې دگډې بيانيې ملاتړ ونۀ کړو اؤ همکار سفير يې وويل چې حماس دغه بيانيه نۀ وه منلې ځکه نو ويره وه چې دبيانيې له امله د امنيت شورا وقار ته ضربه ورسيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG