لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد ، واشنگټن نه دبندي پاکستانیانو د سپارلو غوښتنه کړې


دسویلي اسيا لپاره دامريکا دبهرنيو چارو مرستيال وزير رچرډ باؤچر دهند اؤ پاکستان ترمينځ دتاؤتريخوالي کمولو اؤ دترهه گرۍ په ضد په روانه جگړه دخبرو کولو دپاره دپاکستان پلازمينې اسلام اباد ته رسيدلى اؤ ددغه هيواددجمهوررئيس اؤصدراعظم سره يې ليدنې کړي دي.
دجمهوررئيس په ماڼۍ کې دترسره شوې ليدنې په مهال دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري وويل هند په ممبۍ کې ترسره شوؤ ترهه ګريزو بريدونو څخه دپاکستان په ضد سياسي ګټې پورته کول غواړي.
هغۀ وويل پاکستان په سيمه کې دامن ليواله دى اؤ هند ته يې دممبۍ دپيښو دپلټنو په لړ کې دهر رقم مرستې باور ورکړى دى.
په دغه مهال جمهوررئيس دپاکستان اؤ امريکا ترمينځ اړيکې وستائيلې اؤ دامريکا دبهرنيو چارو مرستيال وزير ته يې دقائداعظم په نوم جائزه هم ورکړه.
بلخوا درچرډ باؤچر سره دليدنې په مهال دپاکستان صدراعظم سيد يوسف رضا گيلاني وويل امريکا دې په غزه داسرائيلي بريدونو دمخنيوي دپاره عاجل گامونه واخلي اؤ په گوانتانامو کې دبندي پاکستانيانو په گډون دې امريکا کې بندي پاکستاني نژاده ډاکټره عافيه پاکستان ته وسپاري.
صدراعظم وويل پاکستان سيمه کې دامن ليواله دى اؤ هند سره دممبۍ دبريدونو دپاره پلټنو کې هر رقم مرستې ته چمتو دى.
په دغه ليدنه کې د ممبۍ دترهه گريزو بريدونو راپديخوا دهند اؤ پاکستان ترمينځ په پيدا شوي کړکيچ، دسيمې په وضعيت، دترهه گرۍ په ضد په روانه جگړه اؤ دافغانستان اؤ فلسطين په وضعيت خبرې اترې وکړل شوې.
دليدنې په مهال دامريکا دبهرنيو چارو مرستيال وزير رچرډ باؤچر دترهه گرۍ په ضد په گډو هڅو دټينگار کولو په ترڅ کې وويل په سيمه اؤ نړۍ کې دامن دټينگښت دپاره اړينه ده چې ټول يو شان گامونه واخلي.
رچرډ باؤچر وويل هند اؤ پاکستان بايددتاؤتريخوالي مخه ونيسي اؤ ستونزې دې دمشورې اؤ خبرو له لارې هوارې کړي.
دامريکا دبهرنيو چارو مرستيال وزير دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې دپاکستان دکردار ستائينه وکړه خو وې ويل پاکستان بايد دترهه گرو په ضد نور هم تنداؤ گټور گامونه واخلي.
سرچينې وايي صدراعظم گيلاني امريکايي چارواکي ته باور ورکړو چې ورانکاري به دپاکستان ځمکه دخپلو ناوړو غرضونو دپاره ونۀ کاروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG