لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : دممبۍ بريدونو په هکله ثبوتونه  راکړل شويدي


دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت منلې ده چې دهند لخوا په نوي ډيلي کې دپاکستان هايي کميسيون ته ورکړل شوي دممبۍ دترهه گريزو بريدونو په هکله ثبوتونه اسلام اباد ته ترلاسه شوي دي.
دپاکستان دبهرنيوچارود دفتردوياند محمد صادق وينا ده اړونده چارواکي دهند لخوا اسلام اباد ته دممبۍ دترهه گريزو بريدونو په هکله دورکړل شوؤ شهادتونو جاج اخلي.
همدغه راز دهند دبهرنيو چارو وزير پرناب مکهرجي هم په نوي ډيلي کې خبريالانو ته دخبرو په مهال وويل دهند خارجه سکتر شيو شنکر منين نن دممبۍ بريدونو په هکله ثبوتونه دپاکستان هايي کميسيون ته سپارلي دي، چې ددغو ثبوتونو له مخې دممبۍ پيښو کې دککړو کسانو تړاؤ پاکستان سره دى.
ښاغلي مکهرجي دپاکستان څخه غوښتنه وکړه چې ددغو کسانو په ضد کارروايي وکړي.
دبهرنيو چارو وزير وويل پاکستان چې په لوړه کچه کومې دوه اړخيزه ژمنې کړې وې هغه ترسره کړي.
د نومبر په مياشت کې دهند ممبۍ ښار کې د اړي گړي اؤ چاؤدنو پيښې رامينځته شوې وې چې له امله يې د١٦٤ؤ څخه زيات کسان وژل شوي وؤ.
هند ددغو پيښو پړه پر پاکستاني تندلارو اچولې خو اسلام اباد دې خبرې منلو ته تيار نۀ دى چې گنې دممبۍ بريدونو کې پاکستانيان ککړدي اؤ هند ته يې دثبوتونو دورکړې خواست کړى ؤ.
هند غوښتنه کوي دممبۍ په پيښو کې ککړ کسان دې وروسپارل شي خو پاکستان وايي کۀ ثابته شي دممبۍ پيښو کې پاکستاني عناصر ککړ دي نو هم په پاکستان کې به په سزا محکوم شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG