لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نورو سگریټ څښکلو سره هم د زړه دورې راتلې شي


په امريکا کی د صحت پوهان وا‏یي چی د گنړی گونړی ځايونو کی د سگريټو په څښکلو بندیز لگولو د لاری تر ډيره حده په زرړه باندی د دورو مخنېوي کولی شي.
څيړونکي وایي چی د امريکې په غربی ايالت کولاراډو کې په عامو ځايونو لکه په هوټلونو او شرابخانو کې د سگريټو په څښکلو د بندیز له امله په خلکو باندې د زړه دورې راتلو کی تر ۴٠ فيصده پورې کمی راغلی دی.
ډاکټر ټيری پيچاسک، څوک چی د سگریټو څښکلو له امله د ناروغیو د مخنيوي په یو مرکز کې کار کوي وايي چې يو تن ته د بل کس نه دسگريټو څښکلو له امله په زړه د دورې راتلو خطر ددې نه وړاندی نه گڼلی کيدو. ښاغلی پيچاسک زیاتوي تر ډير وخت پورې مونږ په هوټلونو او شرابخانو کی د بل چا د سگريټ لوگي سره مخ کيدل يوه عامه خبره گڼله خو اوس معلومات ښایي چې د لنډ وخت لپاره هم داسی لوگی د زړه او وينی په کار کولو په سم لاسي توگه اثر غورزوي او په زړه دوره راوستلی شي.
په کال ٢٠٠٣م کې د کولاراډو ايالت پيبلو ښار کی د يو قانون د لارې د کار او گنړی گونړی ځايونو کی سگريټو په څښکلو بندیز وو لگولی شو. د بندیز نه وړاندې په تېر شوو ١٨ مياشتو کی ٣٩٩ خلک روغتونونو ته د زړه د دورو وروسته بوتلل شول.
خو د بندیز لگیدو وروسته، په اتلس مياشتو کې ٢٣٧ خلکو باندی په دغه ځاې کی د زړه دورې راغلي.
ډاکټرټېری پيچاسک وایي چی په زړه باندې دوروکی کموالی ښایي چی په عاموځايونوکی سگريټو په څښکلو د بندیز قانون ښه اثر ورکړو.
هغه دا هيله څرگنده کړه چې په پیبلو کی د بندیز اوپه دې د شوی څېړنی په وجه به په امريکا او نورو هيوادونو کی داسی قانونه پرځایې کړی شي د کومو تر مخه چی به د گنړی ځایونو کی په سگریټ څښکلو بندیز ولگي.
د ملگرو ملتونو صحت اداره دوړاندی نه داسی قانون لري چی د غړو هیوادونو نه دا غوښتنه کوي چی هغه خلک څوک چې سگریټ نه څښکي د نورو خلکو د سگریټ لوگي نه دی بچ کړی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG