لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنگيالو په وزيرستان اؤ سوات کې ٨ کسان وژلي دي


دافغانستان پولې ته څيرمه دپاکستان قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان کې جنگيالو امريکا ته دجاسوسۍ په تور نور دوه کسان هم وژلي دي.
دسرچينو له مخې نن دنهې په ورځ دشمالي وزيرستان صدرمقام ميرانشاه اؤ دوسلي سيمو څخه ددوؤ کسانو مړي ترلاسه شوي دي.
ددغو کسانو دمړو سره نزدې يو ليک هم موندل شوى چې پکې ښکل شوي دغه دواړه کسان امريکا ته دجاسوسۍ په تور وژل شوي دي.
پرون دگل په ورځ هم امريکا ته دجاسوسۍ په تور ٣ کسان وژل شوي وؤ.
بل لوري ته دصوبه سرحد ناقرارې سيمې سوات کې د٥ؤ عسکرو په گډون ٦ کسان وژل شوي دي.
دسرچينو له مخې دسوات دمټې سيمې څخه پينځه اؤ دسرښارمينگورې څخه هم يو مړى ترلاسه شوى دى.
همدغه راز دمټې په برنيو سيمو دامنيتي ځواکونو لخوا دجنگيالو په سنگرونو گوله باري هم دوام لري.
دسرچينو له مخې په سوات کې دهدف وژنې لړۍ زور نيولى اؤ په دې وروستيو څو ورځو کې دتندلارو لخوا په لسگونو کسان وژل شوي دي.
نن هم دسوات څخه د٦ؤ کسانو مړي ترلاسه شوي چې له دې وروسته په ٩ؤ ورځو کې دسوات دبيلا بيلو سيمو څخه دترلاسه شوؤ مړو شميره ٤٦ؤ ته رسيدلې ده.
دسرچينو وينا ده په دغو ٦ؤ کسانو کې ٥ عسکر هم شامل دي چې تيره شپه دمټې تحصيل په کالج چوک کې وسله والو کسانو په ډزو سره وژلي دي.
په خوازه خيله کې امنيتي ځواکونو دنامعلومې مودې پورې کرفيو پځايې کړې.
دسوات په فتح پور کې نامعلومو کسانو دنجونو سکول ته اور اچولى.
اخوا دصوبه سرحد دبنو ضلعې په پيپلز بازار کې دبم خنثي کولو په مهال چاؤدنه شوې چې له امله يې دبمي خنثي کولو دعملې يو تن وژلى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG