لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایلي پوځیان خان یونس ته ننوتی دي


په غزه کې طبي چارواکي وایي چې د اسرایل لخوا په یولسمه ورځ په تازه بریدونو کې ١٨ نور فلسطینان وژل شوي دي.
عیني شاهدان وایي اسرایلي عسکرو په غزه سیمه کې خپل عملیات نور هم غزولي دي او خان یونس سیمې پوری رسیدلې دي.
سرچینې وایي چې د غزه ښار شاوخوا او شمالي برخه کې د جبلیا کډوالو کیمپ کې جگړی زور نیولی دی.
د طبي چارو مامورین وایي اسرایل په غزه کې د ملگرو ملتونو یو ښونځې هم په نښه کړی دی چې له عمله یي درې فلسطینان وژل شوي دي.
د غزه طبي چارواکي وایي د اسرایل لخوا په غزه د عملیاتو پېل کیدو وروسته تر دې دمه د مړو شمېر ٥٥٠ ته رسیدلی او ٢٥٠٠ نور ژوبل شوي دي.
اسریل وایی د خالي په ورځ نه د ځمکني عملیات پېل کولو وروسته د حماس ١٣٠ جنگیالی وژلي دي.
د اسرایل د دفاع چارو وزیر ایهود باراک ویلي په غزه کې به اسرایلي یرغلی تر هغه دوام لري تر څو چې سویلي اسرایل خلکو لپاره امن او ثبات ترلاسه نه کړې شي کوم چې د حماس د راکټي بریدونو ښکار دي.
د برتانیه پخوانې صدراعظم ټوني بلیر چې په منځني ختیځ کې د امریکا، اروپایی ټولنه، ملگرو ملتونو او د روسیا د سولی منځگړتوب استازې دی نن ویلي په غزه کې په سم لاسي توگه اوربند کیدی شی که هغه سرنگونه چې مصر نه غزه ته وسلی رسوي وتړلی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG