لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايي ايس ايي:  د امریکایي بریدونو پرضد بې وسه یو


دپاکستان داستخباراتي شبکې ايي ايس ايي ډائريکټر جنرال ليفټننټ جنرال احمد شجاع پاشا ويلي دي دپاکستان دښمن هند نۀ بلکې ترهگري ده. نوموړی زیاته کړه پاکستان جګړه نۀ غواړي.
يو جرمن جريدې سره په مرکه کې هغۀ وويل دممبۍ بريدونو څخه وروسته يې هند ته دسفر کولو اراده کړې وه.
دهغۀ وينا وه هند دممبۍ دترهه ګريزو بريدونو څخه راپديخوا زياته جارحانه رويه خپله کړې وه خو مونږ هم دخپلې دفاع لپاره چمتو وؤ.
هغۀ وويل کۀ موجوده اولسي حکومت ناکام شي نو په ختيزو اؤ لويديزو پولو به ستونزې سيوا شي، سياسي بې ثباتي به سر راپورته کړي اؤدپاکستان اؤ امريکا ترمينځ به هم ستونزې سيوا کيږي.
داستخباراتي شبکې مشر وويل کوم خلک چې دموجوده حکومت ملاتړ نۀ کوي هغوي دوضعيت څخه خبرنۀ دي.
هغۀ په ډاګه کړه چې جمهوررئيس خبروي هم اؤ دهغۀ څخه هدايات هم اخلي.
دامريکايي جاسوسي الوتکو لخوا په قبائيلي سيمو دبريدونو په هکله احمدشجاع پاشا وويل مونږ ددغه امريکايي جاسوسي الوتکو بريدونو مخالفت کوؤ خو ددې په ضد څه نۀ شو کولى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG