لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان :٣٢ وسله وال جنگيالي اؤ٨ ميرمنې وژل شوي دي


دامريکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو ادعا کړې ده چې دافغانستان د لغمان ولايت په اليشنگ اولسوالۍ کې يې دطالب جنگيالو په ضد د عملياتو په مهال لږ ترلږه ٣٢ وسله وال جنگيالي وژلي دي
امريکايي ځواکونو په يوه بيانيه کې ويلي دي پوځيانو ديوې ميرمنې په گډون ٣٢ جنگيالي وژلي، ١ شکمن جنگيالى يې نيولى اؤ دهغوي وسلې يې هم ناکاره کړي دي.
امريکايي پوځ وايي ددغه عملياتو په مهال په نخښه کړل شوي طالبان پر ائتلافي ځواکونو اؤ اولسي خلکو دسړک دغاړې بريدونو کې ککړ وؤ.
دعملياتو په مهال شاوخوا ٧٥ تندلاري وتښتيدل اؤ وروسته يې پر ائتلافي ځواکونو بريدونه وکړل خو په دغو بريدونو کې داوړيدلي زيان په هکله څه نۀ دي ويل شوي.
بل لوري ته پوليس وايي شمالي سيمې تيرين کوټ ته نزدې دطالبانو اؤ عسکرو ترمينځ دنښتې په مهال دراکټي چاؤدنې له امله ٨ ميرمن وژل شوي دي.
دولايتي پوليسو مرستيال مشر محمد گلاب وردگ يو بهرني خبري اژانس ته وويل دا نۀ ده په ډاگه شوې چې دغه راکټ چا داغلى ؤ.
هغۀ وويل ددغه راکټي بريدونو له امله په ارزگان ولايت کې ديو ماشوم په گډون ٩ کسان ژوبل شوي هم دي.
هغۀ زياته کړه دنړيوالو ځواکونو جنگي الوتکې هم په دوؤ کليو الوتنې کوي اؤ گڼو خلکو دهوايي بريد له ويرې خپل کلي پريښي دي.

XS
SM
MD
LG