لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د دمې وروسته اسرایلو بیا په غزه بریدونه کړي دي


اسرایلی ځواکونو د درې ساعتو دمې وروسته یو ځل بیا غزه کې د حماس جنگیالو پرضد بریدونه پېل کړي دي.
اسرایل بریدونو کې درې ساعت دمه مرستندویه ادارو ته په غزه کې کومکونه ورکولو لپاره ورکړی وه.
اسرایل په دې موافعقه شوې چې هره ورځ درې ساعتو لپاره بریدونه وتړي چې مرستندویه ادارې غزه کې مرستې ورکړي.
حماس هم دغه درې ساعت کې په اسرایل راکټې نه دي داغلي. غزه کې د اوبو، خوارک او د دارو د نشتوالې له امله اندېښنې زیاتې شوي دي.
د ١٢و ورځو بریدونو کې د ملکي فلسطیني خلکو د وژنو له عمله اسرایل سخت نړایول نیوکو سره مخ شوی دی. اسرایل د کابینی غونډه به نن کېږي چې ورکې به په دې خبره غور کولی شي چې ایا جگړه د غزه نورو ښاري سیمو ته وغزوي او که نه.
اسرایل پوځ نن ویلي بیگا شپه یې په غزه کې د حماس په ۴٠و اډو حملی کړې دي.
د غزه طبي چارواکو ویلي د اسرایل تازه بریدونو کې لږ تر لږه اته نور کسان وژل شوي دي.
تر اوسه د اسرایلو په روانو بریدونو کې لږ تر لږه ٦٠٠ فلسطیني وگړي وژلي شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG